خلیلزاد افغان سیاستوالو ته: د پاکستان د ای اېس ای تبلیغاتي الې مه جوړېږئ او ورسره مه کینئ
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد د (مرغومې ۱۵مه) پر اېکس پاڼه د پخواني جمهوري نظام د یو شمېر سیاستوالو او د پاکستان د څارګرې شبکې ای اېس ای ترمنځ پر ناستې اندېښنه ښوولې او دا یې یوه بده نښه بللې ده.
هغه ویلي، چې پاکستان غواړي په ترکیه کې د مېشتو افغان سیاستوالو سره په ناستو ولاړو د ځان په ګټه تبلیغات وکړي.
خلیلزاد ټینګار کړی، سره له دې چې افغان سیاستوال په ترکیه کې ارام ژوند لري؛ اسلام اباد غواړي د دغه ډول غونډو پر سر د تبلیغاتو له لارې غربت ځپلي افغانان جذب کړي او په افغانستان کې ترې د تاوتریخوالي لپاره کار واخلي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سولې دغه استازي زیاته کړې، چې په ترکیه کې مېشت افغان سیاستوال د پاکستان پر استخباراتي لوبو تر هر چا ښه خبر دي او هیله یې څرګنده کړې چې د ای اېس ای د لوبو وسیلې ونه ګرځېږي.
د زلمي خلیلزاد په وینا، ښایي د پاکستان څارګره شبکه له دغو سیاستوالو سره ناستو او جذب کېدونکو افغانانو ته پر طالبانو د فشار د یوې وسیلې په توګه وګوري؛ تر څو له طالبانو امتیازات ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې، چې د پخوانیو تجربو له مخې ثابته شوې چې «ای اېس ای» د خپلو موخو تر لاسه کولو وروسته بیا خلکو له دوی سره په اړیکه کې سیاستوالو ته شا کړې ده.
تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ځینو سرچینو خبر ورکړی و، چې د پاکستان د څارګرې شبکې یو پلاوی (د سلواغې ۱۴مه) په ترکیه کې د پخواني جمهوري نظام له یو شمېر غړو او سیاستوالو سره ګډه ناسته کړې ده.
په یاده ناسته کې د افغانستان په روان او راتلونکي سیاسي وضعیت خبرې شوې دي. که څه هم د دغو ناستې پشپړ جزییات لا تر اوسه نه دي رسنیز شوي؛ خو زلمي خلیلزاد ترې اندېښنه ښوولې او د بدو پایلو خبرداری یې ورکړی.
د معلوماتو له مخې، په دغو ناستو کې پاکستان افغان سیاستوالو ته بلنه ورکړې چې په اسلام اباد کې دې خپل سیاسي دفترونه پرانېزي.
باورونه دا دي، چې ښايي پر طالبانو د سیاسي فشار لپاره دغه ډول غوښتنې شوې وې.
د پاکستان څارګره شبکه د افغانستان په سیاستونو کې په وار، وار په لاس وهنو تورنه شوې او ان پر طالبانو هم دا تورونه دي، چې دغه ډله په پیل کې د «ای اېس ای» له لوري رامنځته شوې وه او د تېر جمهوري نظام تر څنګ له بهرنیو ځواکونو سره د جګړې لپاره ورته پاکستان پټنځایونه هم ورکړي وو.
پاکستان په ترکیه کې مېشت له ځینو جهادي مشرانو سره د اړیکو پخوانۍ مخینه لري او ان د دوی له ډلې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ څخه اېله یوه ورځ مخکې اسلام اباد ته په یوې چارتر الوتکه کې په جرګه لاړل. ویل کېږي له دغو افغان سیاستوالو سره د پاکستان د څارګرې شبکې اړیکې پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل پر مهال جوړې شوې وې او لا تر ننه دوام لري.
تر اوسه پاکستان د زلمي خلیلزاد د دغو څرګندونو او په ترکیه کې له افغان سیاستوالو سره د ګډې ناستې په تړاو په رسمي توګه هېڅ نه دي ویلي.