د پاکستان د دفاع وزیر ادعا: د عمران خان د خوشې کولو لپاره د امریکا فشار نه شته

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د مخکېني او بندي لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو په تړاو د امریکا د فشار ګونګوسې رد کړي او زیاتوي چې د دغه هېواد او متحده‌ایالاتو اړیکې په پېښو او اشخاصو پورې محدودې نه دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د فېبروري ۳مه) له یوې خصوصي خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان د امریکا له دولت سره «مناسبې» اړیکې لري او په وینا یې، دواړه هېوادونه د امنیت او ترهګرۍ په برخه کې حیاتي شریکان دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ګومان کېده د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوی دولت به د عمران خان د خوشې کولو لپاره پر پاکستاني دولت فشار راوړي، څو هغه له بنده خوشي شي.
خواجه اصف دا څرګندونې امریکا ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له سفر وروسته مطرح کړي دي.
نقوي متحده‌ایالاتو ته د خپل سفر پرمهال د ټرمپ د دولت له یو شمېر غړو سره لیدنې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د امریکا د کانګرېس یو شمېر غړو له واکه پرځېدلي او بندي عمران خان د خوشې کولو لپاره د اېکس‌ ټولنیزې شبکې له لارې د هغه د ملاتړ په موخه بیانونه خپاره کړي وو.
د یادونې ده، چې د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي د تېر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستیو کې د دغه هېواد په راولپنډۍ کې د یوې محکمې له خوا له اصلي بیو په کم ارزښت د دولتي سوغاتونو رانیولو په تور په ۱۴-۱۴ کاله بند سزا او د ۷۸۷ مېلیونه پاکستانۍ کلدارو په ورکولو محکوم شوي دي.