شهباز شریف له پاکستاني سیاستوالو وغوښتل چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې متحد شي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد له سیاستوالو غوښتي چې د «ترهګرۍ» پرضد روانه مبارزه کې سره متحد شي ترڅو په هېواد کې سوله تامین شي. شهباز شریف کوټې ته د سفر پرمهال وویل:«چې ترهګر د بلوچستان د سولې او پرمختګ دښمنان دي.»

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې ښاغلی شریف نن دوشنبې «د سلواغې ۱۵مه» کوټې ته د خپل سفر پرمهال د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه د یوې غونډې مشري وکړه.

شهباز شریف په خپلو څرګندونې کې ټینګار وکړ چې دا د تفرقې یا هم د سیاست وخت نه دی، بلکې د «ترهګرۍ» له منځه وړلو لپاره خپلې ټولې هڅې په ژمنیا سره ترسره کړو.

د پاکستان لومړي وزیر بلوچستان ایالت مرکز کوېټې کې د پوځي روغتون لیدنه وکړه او هلته یې په وروستیو وسلوالو بریدونو کې د ټپي شوو پاکستاني نظامیانو سره ولیدل.

هغه وویل چې ترهګر نه غواړي د بلوچستان خلک سوکاله او تعلیم یافته وي.

د پاکستان لومړی وزیر ډاډ ورکړ، چې د بلوچستان د پرمختګ سفر به دوام لري او د ترهګرو «بزدلانه» کړنې د بلوچستان د پرمختګ لپاره د دوی د حکومت هوډ نشي ماتولی.

شهباز شریف:«د بلوچستان پرمختګ د حکومت لپاره یو لومړیتوب دی. په صوبه کې د روغتیا او تعلیم د ښه اسانتیاوو او همدارنګه د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي.»

د سي پېک په اړه د کار د سرعت څخه د رضایت څرګندولو سره، شهباز شریف وویل چې د ګوادر په هوایي ډګر کې الوتنې لا دمخه پیل شوي دي.

هغه وویل چې دا به د پاکستان د مرکزي اسیا، سویل ختیځې اسیا او د نړۍ د نورو برخو ترمنځ د اړیکو په جوړولو کې کلیدي رول ولوبوي.

په دې وروستیو د بلوچستان او پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د بلوڅو بېلتون پالو او ټي ټي پي له خوا پر پاکستاني نظامیانو بریدونو زور اخیستی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جنوري په ۳۱ او فبروي په لومړۍ نېټه وسله والو د بلوچستان صوبې د کلات ولسوالۍ په منګوچر کې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو برید کړی او د یاد برید په پایله کې ۱۸ سرتیري وژل شوي دي.