د بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ مهم قوماندان مشتاق کوهي په کابل کې ووژل شو
د ساوت اسیا ټایم (SAT) د راپور له مخې، پرون ناوخته د کابل په خوشحال خان سیمه کې د بلوچستان د بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ مهم قوماندان مشتاق کوهي په چړو وهل شوی او وژل شوی دی.
په دغه راپور کې د ځینو سرچينو په حواله راغلي، نوموړی د ټکسي په مخکې څوکۍ کې ناست و چې د شا لهخوا پرې دوو کسانو د چړو ګزارونه وکړل او روغتون ته تر رسېدو وروسته يې ساه ورکړه.
کوهي د بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ د مهمو قوماندانانو څخه ګڼل کېده، چې د دغه غورځنګ د قوماندې شورا غړیتوب یې هم لاره.
په راپور کې راغلي، هغه د بلوڅ بېلتونپالو پخواني مشر اسلم بلوڅ ( اسلم اچو) سره چې په ۲۰۱۹ کال په کندهار کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو؛ نږدې اړیکې لرلې.
راپور وړاندې کاږي، چې مشتاق کوهي په بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو او پوځي تاسیساتو په نښه کولو کې ځانګړی مهارت لاره او د هغه په وژنې به په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو په بریدونو کې کموالی راشي.