سردار احمد شکېب: د افغانانو نیول د پاکستان کورني ستونزې نه شي حل کولی، بلکې کرکه زېږوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/d6362086b5e6b00974bbaddb10ba45f90455f672-800x557.jpg?rect=0,54,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب په دغه هېواد کې د افغانانو نیولو او په زور بېرته افغانستان ته ستنولو ته په غبرګون ویلي: «د پاکستان د حکومت دغه چلند ستونزې نه شي حل کولی، بلکې کرکه زېږوي.»
سردار احمد شکېب د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډيو ټلوېزون سره په مرکه ویلي: «هیله کوم چې دغه ډول اعمال چې پولیس هر ځای کې افغانان تنګوي، ځوروي او کاروبارونو څخه یې لاسونه ور لنډ کړي لاس واخلي، ځکه دغه چلند نفرتونه او کرکې زېږوي، نورې کومې ستونزې چې د پاکستان دي هغه نه شي حل کولی».
د طالبانو دغه سفیر ویلي، چې د پاکستان له حکومت سره یې خبرې روانې دي ترڅو د افغانانو پر وړاندې ستونزې حل کړي.
نوموړی زیاتوي:« موږ هڅه وکړه، دا خبره مو دې خلکو سره شریکه کړه، چې حتا ځينې ماشومان او ښځې هم نیول شوي وو، خو نن یې بېرته ځينې خلکو خوشې کړي دي، هغه چا چې کارتونه لرل هغه خوشې او ورته سپارښتنه شوې، چې اسلام اباد او پېنډۍ پرېږدي، موږ خپلې هڅې جاري ساتو چې د پاکستان حکومت سره له نږدې په دې اړه کار وکړو».
له تېرې جنورۍ میاشت راهیسې په پاکستان کې د پولیسو له لورې د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي، کور په کور د افغانانو لټون روان دی او ځای ځای افغانان نیول کېږي، چې پولیسو زیات شمېر افغانان له نیولو وروسته افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړي دي.
تېره ورځ په ننګرهار کې چارواکو رسنیو ته وویل، چې پاکستان په تورخم ښارګوټي کې ۱۴۱ افغان کډوال دوی ته سپارلي، چې په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په اسلام اباد کې افغانانو افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، پولیس هغه افغانانو هم نیسي چې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد لري او له نیولو وروسته د بډو په بدل کې بېرته خوشې کېږي.