فرید حمیدي: طالبانو په افغانستان کې پراخ فساد، ظلم، شکنجې او زور زیاتی روان ساتلی دی
د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د (سلواغې ۱۴مه) پر اېکس پاڼې طالبان د بشري حقونو د پراخې سرغړونې، د بندیانو پر سېسټماټیکې شکنجې، د قضايي او امنیتي ادارو د فساد او د عدالتغوښتونکو پر ځپلو تورن کړي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دیني عالمان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، لیکوالان، استادان او مدني فعالان په ناقانونه ډول نیول شوي او د واکمنې ډلې د استخباراتو په وحشتناکو زندانونو کې تر غیرانساني شکنجو لاندې دي.
حمیدي وايي، بندیان پرته له دې چې قانوني حقوق ورته ورکړل شي، د استخباراتي ادارو په شخصي زندانونو او پټو مرکزونو کې ساتل کېږي او ډېری له فزیکي شکنجو سربېره له رواني هغو سره هم مخ کېږي.
هغه ټینګار کوي، چې عدالت غوښتنه جرم نه دی؛ بلکې یو انساني مسوولیت دی چې باید ترسره شي.
پخواني لوی څارنوال د طالبانو په واکمنۍ کې د عدلي، امنیتي او قضايي ادارو د پراخ فساد یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې د بندیانو د نیولو، څېړنو، محاکمې او ساتنې بهیر د رشوت خورو او د قدرت د ناوړه کارونې له لوري کنټرولېږي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو قاضیان، څارنوالان او امنیتي کسان د عدالت د پلي کولو پر ځای په پټو معاملو او د خلکو د حقونو په سیستماتیک نقض کې ښکېل دي.
حمیدي د بندیانو د جنسي ځورونې او رواني شکنجو په غبرګون کې ویلي، چې دا د ظالمانه سیاستونو یوه برخه ده.
نوموړی ټینګار کوي، چې بندیان په سختو شرایطو کې ساتل کېږي او ډېری یې له خپل نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د هغه په وینا، دغه کړنې د یو ظالمانه او غیرانساني امنیتي او استخباراتي رژیم ښکارندویي کوي.
هغه وړاندې لیکلي، طالبانو د خلکو د غږ د اورېدو پر ځای د عدالت غوښتونکو ځپلو ته مخه کړې او غواړي د وحشت د خپرولو له لارې هر ډول اعتراضونه غلي کړي.
حمیدي د واکمنې ډلې دغه تګلاره د تاریخ له مستبدو واکمنانو او فرعوني رژیمونو سره پرتله کړې ده.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې لا هم د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د طالبانو له لوري د پخواني جمهوري نظام سرتېري، خبریالان، مدني فعالان او ښځینه فعالانې په خورا ناوړه ډول ساتل کېږي.
په یوه تازه اقدام کې طالبانو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال پر دوی نیوکه کوونکي څلور تنه دیني عالمان ونیول او زنداني یې کړل.
دغو دیني عالمانو د نجونو د زدهکړو په تړاو د ملا هبت الله بندیز غندلی و او همدا راز یې نیوکه کړې وه، چې طالبانو د واک د انحصار په لړ کې یوازې ۱۲تنه د کابینې وزیران له کندهاره ټاکلي دي.
طالبانو د خپلې سختدریځې مفکورې او واکمنۍ د دوام لپاره د بیان د ازادۍ تر څنګ پر رسنیو هم ګڼ بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو له کبله سلګونه خبریالان له هېواده کډوالۍ ته اړ شوي او په کور دننه د ټولو رسنیو خپرونې د طالبانو تر سانسور لاندې دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو د طالبانو دغه کړنې غندلي او ترې یې د نرمۍ غوښتنه کړې؛ خو سره له دې چې طالبانو پرې چندان غوږ نه دی ګرولی، بلکې خپلو کړنو ته یې لا زور ورکړی دی.