پاکستان له افغانستانه د ډالرو د ورتګ د مخنیوي لپاره دوه نوې څانګې پرانېزي

د‌ طالبانو د اقتصادي کړکېچونو سره هم‌مهاله پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري خبر ورکړی، چې د پاکستان ملي بانک پرېکړه کړې؛ څو د افغانستان سره په تورخم او چمن کې دوه نوې څانګې پرانېزي.

پاکستان غواړي له دې لارې د افغانستان څخه د ورلېږدېدونکو نغدي ډالرو څارنه وکړي.

دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نغدي ډالرو تبادله د وروستیو میاشتو یوه مهمه اقتصادي موضوع ګرځېدلې ده.

وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان واکمن شول، پر کابل سخت مالي بندیزونه ولګېدل چې له امله یې پاکستان ته د نغدي ډالرو د لېږد کچه زیاته شوه.

د پاکستان چارواکي اندېښنه لري، چې دا بهیر د ناقانونه مالي معاملو، د پیسو مېنځلو او د ډالرو د لوړې تقاضا لامل شوی چې کولای شي د پاکستان پر اقتصاد ناوړه اغېزې وکړي.

د نوي څارونکي سېسټم له مخې، یوازې د افغانستان تابعیت لرونکي کسان کولای شي د سوداګرۍ لپاره پاکستان ته ډالر یوسي.

د دې کسانو ټول معلومات «لکه نوم، د پاسپورټ شمېره، صادرونکې شمېره، NTN شمېره او واردوونکی کس» به ثبتېږي او د پاکستان مرکزي بانک او نورو نظارتي ادارو ته به استول کېږي؛ ترڅو د نغدي ډالرو د جریان دقیق کنټرول وشي.

د راپور له مخې، د دې تر څنګ به هغه کسان چې د بهرنیو اسعارو تبادله کوي د صرافۍ اړوند خپل پاکستاني جواز د مودې تر پشپړېدو پورې تمدید کړي. د پاکستان مرکزي بانک دغه هېواد افغانانو ته د نقدي ډالرو د وړلو کچه پنځه زره امریکايي ډالره ټاکلې او له دې پورته یاد هېواد ته له ځانه سره نشي وړلی.

پاکستان په وروستیو کلونو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی، چې د ډالرو کمښت، د اسعارو د زېرمو کمېدل او د ازاد بازار د ډالرو لوړه تقاضا یې مهم لاملونه دي. د دې تر څنګ د افغانستان د بانکوالۍ سېسټم د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له بدلون وروسته له سختو بندیزونو سره مخ شو، چې له امله یې پاکستان ته د نغدي ډالرو د لېږد بهیر ګړندی شو.

د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې دا نوی سېسټم به د مارچ له میاشتې څخه پلی کړي. دا پرېکړه داسې مهال کې چې په افغانستان دننه طالبان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دي او د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم د تېرو درېیو کلونو پرتله په بې سارې توګه را کم شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان باوري دي، چې د ټرمپ له لوري پر طالبانو د نغدي کڅوړو د بندېدو له امله ښايي د افغانۍ ارزښت نور هم راټیټ شي او دا ډله به له اقتصادي ناورین سره هم مخ شي. کارپوهانو اټکل کړی، چې له دغو بندیزونو سره په هېواد کې د لوږې او بې‌وزلۍ کچه هم د پام وړ ډېره شي.