د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د متحده ایالاتو د بشري مرستو له نوې ژمنې هرکلی وکړ
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای او اېم) په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بشردوستانه فعالیتونو له سره پیلولو په برخه کې د متحده ایالاتو له ژمنې هرکلی کوي.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په خبرپاڼه کې د ښاغلي روبیو د پرېکړې پر اهمیت ټینګار شوی، چې د ژوند ژغورونکو بشري فعالیتونو او هڅو کې به د متحده ایالاتو د مشرتابه دریځ لا پیاوړی کوي.
یاد سازمان دا هم ویلي، لکه څنګه چې ډېری کډوال بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو په لټه کې دي؛ د کډوالۍ نړۍوال سازمان د مکسیکو، ګواتیمالا، هاندوراس او پانامه په څېر هېوادونو کې خپل سیمهییز مرستندویه رضاکارانه راستنېدنه (ای وي ار) پروګرامونه لا پراخوي.
دغه پروګرامونه او بشري مرستې هغو زیان منونکو کډوالو ته حیاتي ملاتړ چمتو کوي، چې نشي کولی یا نه غواړي په خپل اوسني ځای کې پاتې شي او دا به له دوی سره مرسته وکړي چې په خوندي ډول بېرته ستانه شي.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان ویاند وویل: "سازمان غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې بېرته ستنېدنه په خپله خوښه، خوندي او په منظمه توګه ترسره کېږي او دوی به په دې برخه کې له حکومتونو او بشري شریکانو سره له نږدې کار وکړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان له اوږدې مودې راهیسې کډوالو ته د بېړنۍ مرستې، لنډمهاله سرپناه او د ځینو نورو برخو ملاتړ لپاره پر پروګرامونو کار کوي. دغه خدمتونه نه یوازې سمدستي اړتیاوې پوره کوي؛ بلکې د اوږدمهاله ثبات او د ناقانونه کډوالۍ بدیل کې هم مرسته کوي.
په تېرو څو لسیزو کې، د کډوالۍ نړۍوال سازمان په ټوله نړۍ کې د ۱.۵ مېلیون څخه زیاتو هغو کډوالو ته چې په خپله خوښه بېرته ستنېږي اسانتیاوې برابرې کړې دي.