طالبان په هلمند او نیمروز کې د لیتیم او یورانیمو کانونو «څیړنه او سروې» پیلوي
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د لیتیم او یورانیمو دکانونو سپړنې لپاره خپلې هڅې پیل کړي دي. د وزیر هدایت الله بدري په مشری ددغه وزارت چارواکو نیمروز او هلمند ته سفرونه کړي، چېرې چې د لیتیم او یورانیمو سترې زېرمې دي.
ددې هڅو هدف د دغو کانونو د سروې او استخراج د امکاناتو ارزول ګڼل شوي.
خو متخصصان او کارپوهان وايي، چې دغه هڅې د چاپیریالي خطرونو په اړه اندېښنې راپورته کوي.
د کانونو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د یورانیمو استخراج کولای شي د چاپیریال لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي، په ځانګړي توګه په داسې شرایطو کې چې افغانستان کې د دې ډول پیچلې پروسې د کنټرول او سم مدیریت ظرفیت نشته.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یک شنبې په ورځ وویل، چې د دې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ د ګودزرې سیمې د لیتیم کانونو څخه د لیدنې پر مهال د یادو کانونو د سروې په موخه د یاد وزارت د انجنیری ټیم ته د څېړنې سپارښتنه کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، هدایت الله بدري په هلمند ولایت کې د خانیشن او دېشو ولسوالیو د یورانیمو له کانې سیمو هم لیدنه کړې او د یورانیمو د سروې په موخه یې لازمې لارښوونې کړې دي.
یورانیم او د ظرفیت نشتوالی
د کانونو چارو کارپوهان وايي، په اوسنیو شراېطو کې، چې طالبان د کانونو د مدیریت کافي ظرفیت او متخصصان نه لري، د یورانیمو په برخه کې لاس وهل په لوی لاس چاپېریالي ناورین رامنځته کول دي.
په جرمني کې د هستوي ټکنالوژۍ څېړونکی ډاکتر محمد تنها وايي، د یورانیمو او لیتیمو په اړه د روسانو او وروسته په تېرو شلو کلنو کې د امریکایانو له لوري سروې ګاني شوې دي او ټول معلومات یې خوندي دي.
تنها وايي:« لیتیم ته په نړۍ کې ډیره اړتیا ده او افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لیتیم پکې ډیر دي او د استخراج اړتیا یې شته.»خو نوموړی وايي، په افغانستان کې په هغه اندازه یورانیم نشته، چې هغه دې په استخراج و ارزي. نوموړی زیاتوي، «په نړۍ کې سل په سلو کې استخراج کیدونکي یوراینم له شلو هېوادونو څخه استخراجیږي. د نړۍ پنځوس سلنه یورانیم له پنخو هېوادونو څخه دي او پاتې پنځوس سلنه له ۱۵ نورو هېوادونو څخه دي. زه هیڅ ډاډه نه یم چې د افغانستان یورانیم دې په استخراج و ارزي.»
تنها وايي، د یورانیمو د استخراج پروسه پیچلې، چاپیریالي زیانونه یې ډیر او په افغانستان کې د یورانیمو د استخراج لپاره هیڅ ډول تخصصي ظرفیت نشته. هغه زیاتوي، « چاپېریالې زیانونه یې زښته ډیر دي، دومره ډیر دي چې سلګونه څه زرګونه څه میلیونونه کلونه به چاپېریال ککړ پریږدي، خلک به له سرطانونو او بېلا بېلو نورو ناروغیو سره مخامخ کړي.»
د هستوي ټکنالوژۍ دغه افغان څیړونکی وايي، «اول خو به زه دا فکر ونه کړم چې څوک دې داسې کار وکړي، بیا هم که دا کار کوي، دا په لوی لاس باندې یو چاپېریالې ناورین رامنځته کول دي او دا چې هر څوک کوي، دا یو چاپیریالې ځانمرګی دی.»
محمد تنها وايي، د طالبانو له لوري د افغانستان د کانونو استخراج کې هیڅ ډول شفافیت په نظر کې نه نیول کیږي، «د دغه ډول کانونو د شفافیت په اړه به ووایم یو حکومت چې له لویه سره په دروغو غلا باندې راغلی وي، د هغوی په اړه د شفافیت په اړه خبرې کول یو عدم شفاف کار دی.»
کانونه د مالي ناورین کنټرول لپاره
د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، طالبان له مالي بحران سره مخ شوي او د یاد بحران د کنترول لپاره یې د کانونو کېندنې او استخراج ته مخه کړې ده. نوموړی زیاتوي، «یورانیم، لیتیم او نور کانونه اکثره ستراتیژیک او کریټیکل مینرالونه دي او دا په ټوله نړۍ کې یوه لویه اړتیا ده. اوس افغانستان کې چې څومره ایستل کیږي، بېرته تر شانه څارل کیږي، چې دا په څومره سمه توګه او څومره استخراجیږي؟.»
خو نوموړی وایي، د کانونو د څیړنو په برخه کې د تېرو شلو کلونو روزل شوي کسان شته دي،«په تېرو شلو کلونو کې ډیر کار شوی دی، افغانستان کې دا ظرفیت لاره چې موږ معلوم کړو چې زموږ کاني سرچیني، چیري دي او په کومه اندازه دي.»
خو نوموړی وایي، دمګړی په افغانستان کې د کانونو استخراج په بې رحمۍ ترسره کیږي او دغه ډول استخراج به یې لوی چاپیریالې ناورین رامنځته کړي.
نوموړی زیاتوي:«په اوس وخت کې د افغانستان د کانونو استخراج که المونیم دی که لیتیم دي چې په داسې شکل سره چې موږ یو قانوني او ملي نظام ونه لرو او همداسې مخ ته ولاړ شو دا زموږ هېواد د یو لوی بحران خواته وړي. تر اوسه یې منفي تاثیرات نه دي راوتلي خو د وخت په تېریدو سره به یې منفي تاثیرات په ډاګه شي.»
د کانونو چارو کارپوهان وايي، که سم دلاسه په بې رحمه ډول د افغانستان د کانونو د کېندنې او په خپل سري توګه د کانونو د استخراج د تړونونو مخنیوی ونه شي، وروسته به د دغه زیان مخنیوی خورا سخت شي.