د ټيټيپي ادعا: جنورۍ میاشت کې مو د پاکستان ۱۵۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې
![](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fi.afintl.com%2Fimages%2Frdk9umy0%2Fproduction%2F1ab7e2d0f6d98d9ca737f53f158feedc8dc0a5b3-800x480.jpg%3Frect%3D0%2C15%2C800%2C450%26w%3D992%26h%3D558%26fit%3Dcrop%26auto%3Dformat&w=2048&q=75)
د پاکستان طالبانو تحریک لهخوا د (سلواغې ۱۴مه) په یوې خپرې شوې خبرپانه کې ادعا شوې، چې د پاکستاني پوځیانو تر څنګ یې د بېلابېلو امنیتي ادارو پر ضد د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې «۱۱۰ بریدونه کړي» چې په پایله کې یې د پاکستان د امنیتي ادارو ۱۵۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یادې وسلهوالې ډلې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر ضد د دوی په دغو وسلهوالو فعالیتونو ځانمرګي، مخامخ بریدونه، ځای پر ځای کړي چاودېدونکي توکي، ځوابي بریدونه او د لېزري وسلو عملیات شامل دي.
ټيټيپي وړاندې ويلي، چې په دغو بریدونو کې یې ټولټال د پوځ په ګډون د پاکستان د امنیتي ادارو ۷۵ سرتېري وژلي، ۸۰ تنه یې ټپیان کړي او لس تنه نور یې بیا ژوندي نیولي دي.
په خبرپاڼه راغلي، چې د دغو بریدونو په پایله کې یې د خېبر پښتونخوا په ټانک او شمالي وزیرستان کې تر ټولو ډېر پاکستاني پوځیان وژلي چې شمېر ۳۴ تنو ته رسېږي.
همدا راز ادعا شوې، چې په بېلابېلو بریدونو کې یې له پاکستاني امنیتي ادارو څخه یو شمېر وسلې او ټانکونه هم نیولي دي.
ټيټيپي زیاته کړې، چې د جنورۍ میاشتې په دغو جنګي فعالیتونو کې یې د پوځ یوه ډرون الوتکه، اته زغروال موټر او د سيسيټي یو شمېر کامرې هم لمنځه وړې دي.
د پاکستاني طالبانو دغه ادعاو ته لا تر اوسه پورې پوځ کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان پوځ تېره ورځ د (سلواغې ۱۳مه) ویلي و، چې د بلوچستان په قلات ولسوالۍ کې یې ۱۸ سرتېري وژل شوي او ادعا یې کړې چې دوی هم ۲۳ وسلهوال وژلي دي.
د «ټيټيپي» لهخوا د پاکستان پوځ د تېرې جنورۍ میاشتې په لړ کې د اوښتې درنې مرګ ژوبلې ادعا داسې مهال کېږي، چې پاکستاني چارواکو په وار وار په افغانستان کې د دغې وسلهوالې ډلې د بریدونو د پلان کېدو خبرې کړې دي.
پاکستان نیوکې کوي، چې افغان طالبانو د افغانستان دننه «ټيټيپي» وسلهوالې ډلې ته ځای ورکړی او له هماغې ځایه د پاکستان خلاف بریدونه تنظیموي؛ خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.
د پاکستان جېټ الوتکو څه باندې یوه میاشت وړاندې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه وکړل او بیا یې ادعا وکړه، چې د پاکستاني طالبانو یو شمېر مهم غړي او قوماندانان یې په نښه کړي دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون طالبانو او د افغانستان پخواني جمهوري نظام لوړپوړو چارواکو دغه بریدونه وغندل.
دوی وویل، چې پاکستان په یادو هوایي بریدونو کې وزیرستاني کډوال په نښه کړي چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.
په ورته مهال د خېبر پښتونخوا یو شمېر سیاستوالو هم د «ټيټيپي» د بریدونو له پراخېدو اندېښنه څرګنده کړې او نیوکې یې کړې، چې د پاکستان حکومت د بې غورۍ له امله ځنې سیمې د پاکستاني طالبانو تر واک لاندې راغلي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون بیا تازه دا ادعا هم کړې، چې د باجوړ په ګډون د خېبر پښتونخوا په یو شمېر ولسوالیو کې د شپې د طالبانو حکومت وي او د ورځې د پاکستاني پوځ.