طالبانو د حمید خراساني بودجه قطع کړې او ممنوع الخروج کړی یې دی

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د خپل پخواني قوماندان حمید خراساني بودجه قطع کړې او هغه یې ممنوع الخروج کړی دی. د سرچینو په وینا، خراساني د کابل په خیرخانه کې د خپلو افرادو د اعاشې او لګښتونو له اړخه شاوخوا ۲.۵ میلیونه له هټیوالو افغانۍ پوروړی دی.

حمید خراساني ته نږدې سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو دغه پنجشیري قوماندان پلان درلود چې له خپلو کسانو سره وتښتي، خو د طالبانو رییس الوزرا هغه ممنوع الخروج کړی .

د سرچینو په وینا، حمید خراساني ته د طالبانو د رییس الوزرا نږدې کسانو له خوا په مکرر ډول د «مرګ او زندان» ګواښونه شوي دي.

طالبانو تراوسه دا رپوټونه نه دي تایید کړي.

د خراساني د کور د اسنادو او برېښنا د بېل له مخې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د طالبانو د برېښنا ریاست په ډاګه کړې، چې حمید خراسانی د برېښنا د مصرف له اړخه۱۱۵،۳۷۴ افغانۍ پوروړی دی.

سرچینې وايي چې د طالبانو برېښنا ریاست د « باقي دارۍ» له امله د خراساني پر کور برېښنا پرې کړې ده.

خراساني ته نږدې سرچینې وايي چې هغه درې کاله وړاندې د طالبانو د مشرتابه په غوښتنه له پنجشیر څخه کابل ته ولېږدېد. د سرچینو په وینا، طالبانو ژمنه کړې وه چې د معاشونو، ژوند لګښتونو، کرایې او ځینو نورو اړینو لګښتونو په ګډون به د هغه ځینې لګښتونه ور کوي.

حمید خراساني ته نږدې سرچینې وايي چې طالبانو د خپل دغه قوماندان ټول لګښتونه قطع کړي او نوموړي په دې وروستیو څو میاشتو کې د خپل کور کرایه نه ده ورکړې.

سرچینې وايي خراساني د خیرخانې کوتل په سر کې د میاشتې په ۲۵۰۰۰ افغانیو یو کور کرایه کړی و.

خراساني په تیرو دریو کلونو کې د طالبانو په حکومت کې څو دندې ترسره کړې او هر ځل له دندې ګوښه شوی دی.

هغه لومړی د پنجشیر د امنیت رییس، بیا د پکتیا د احمد اباد ولسوال، د بدري قطعې قوماندان او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تشبثاتو رییس وټاکل شو.

طالبانو تر اوسه دوه ځله حمید خراساني نیولی دی. په وروستي قضیه کې هغه څو میاشتې د طالبانو په زندان کې د « عمدي قتل» په تور تیرې کړې.

خراساني د جولای پر۱۸مه د طالبانو له زندان څخه له خوشې کېدو وروسته وویل چې د هغه ځواکونه بې وسلې او رټل شوي او داعش او مقاومت ته پرېښودل شوی، چې له منځه یې یوسي.

هغه خبرداری ورکړ، چې « دا ځل به یا ځان ووژنم یا هغه کسان چې زما پر ضد دسیسه جوړوي».