په ننګرهار ولایت کې یوه پلار خپل ۱۴ کلن زوی وواژه

له ننګرهاره افغانستان انټرنشنل-پښتو ته یوې باوري ځايي سرچینې خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې یوه پلار خپل ۱۴ کلن زوی زندۍ کړی او وژلی یې دی.

د سرچینو په وینا، دا ماشوم وړمه ورځ (د سلواغې ۱۳مه) د اچین ولسوالۍ په «پېښې» سیمه کې د خپل پلار له‌خوا وژل شوی دی.
سرچینې د دې پېښې د لامل په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو زیاتوي چې د وژل شوي ماشوم پلار په ننګرهار کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی او دا مهال په زندان کې دی.
طالبانو بیا په رسمي ډول د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.


پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ماشومان د بل هر وخت په پرتله له ناوړه او ننګوونکې وضعیت سره مخ دي، چې له حقونو یې په لوړه کچه سرغړونې کېږي.