له رغونې وروسته؛ بامیان کې «خمیني روغتون» د طالبانو د مشر اجازې ته انتظار باسي
په کابل کې د ایران سفیر بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې په دغه ولایت کې د امام خمیني په نوم ۱۲۰ بستریز روغتون ګټې اخیستني ته چمتو دی خو د پرانیستلو پر وړاندې یې ځینې خنډونه دي.نوموړي له طالبانو غوښتنه کړې، چې د روغتون پرانیستلو په برخه کې پرتې ستونزې حل شي.
په بامیان کې د طالبانو د والي د رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي په بامیان کې د امام خمیني په نوم د ۱۲۰ بستریز روغتون د پرانیستلو په برخه کې د پرتو ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د بیکدلي له قوله لیکل شوي، « په بامیان کې د امام خمیني ۱۲۰ بستره روغتون د جوړیدو چارې بشپړې شوې دي خو د دغه روغتون د پرانیستنې په برخه کې ځینې ستونزې شته. موږ هیله لرو چې د بامیان ولایتي چارواکي به له لوړپوړو چارواکو سره په ځانګړې توګه د مشر له دفتر سره مشوره وکړي څو دا روغتون ژر تر ژره پرانیستل شي.»
د ایران سفیر ویلي، چې د کابل، پنجشیر، فراه، هرات، کندهار او بامیان په ګډون د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بیارغونې او پراختیايي پروژې لري.
د راپورنو له مخې، طالبانو په کابل او بامیان کې د ایران له لوري جوړیدونکو روغتونونو چارو باندې بندیز لګولی دی.
د ایران سفیر زیاتوي، «د ایران اسلامي جمهوریت هوډ لري چې د افغانستان د اسلامي امارت له حکومت سره نږدې اړیکې ولري او په مختلفو زیربناوو، روغتیا او تعلیمي برخو کې اغیزناکې او دوامداره همکارۍ ولري.»
د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د بامیان لپاره د طالبانو والي ژمنه کړې، چې د ایران له لوري جوړ شوي روغتون د پرانیستلو د خنډونو او ستونزو په اړه به د ملا هبت الله له دفتر سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو له عامې روغتیا وزارت سره هم په کابل او بامیان کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو د بیا ځلي پیل په اړه لیدنه کړې وه.