اېلان ماسک: ایا یو اېس ای ډي په افغانستان کې د هېرویینو د تولید تمویل کاوه؟
د امریکا د فډرالي حکومت د لګښتونو د ارزونې مشر اېلان ماسک د انلاین ازادۍ لپاره بنسټ د مشر هغه پوښته را غبرګه کړې، چې ولې د امریکا د نړۍوالې پرمختیا اداره (یو اېس ای ډي) په افغانستان کې د هېرویینو د تولید تمویل کوي؟
د فیډ په نامه یوې ادارې خبر ورکړی، چې،« د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د اوبو لګولو کانالونو، کرنیزو تجهیزاتو او ان هغه سرې تمویل کړې، چې په افغانستان کې د کوکنارو د بې ساري کښت او هېرویینو تولید ملاتړ لپاره کارول کېږي، دغه چارې په عمده توګه د طالبانو نشه یي توکي-جهادیانو ته ګټه رسوي.»
همدغه پوښتنه د انلاین ازادۍ لپاره بنسټ مشر مایکي بینز په خپل اېکس کې کړي او ویلي یې دي: «ولې یو اېس ای ډي په افغانستان کې د هېرویینو د تولید تمویل کاوه؟»
ماسک د بینز دغه پوښتنه په خپل اېکس کې بیا ځلې خپره کړې او ورته لیکلي یې دي، چې «ښه پوښتنه ده».
اېلان ماسک تر دې وروسته د اېکس په یو بل پوسټ کې په یو اېس ای ډي تور پورې کړی او لیکلي یې دي:« یو اېس ای ډي رسنیو ته د دوی د پروپاګند خپرولو لپاره پیسې ورکوي».
نوموړي همدازار د اېکس په یو بل پوسټ کې د امریکا خلک مخاطب کړي او ویلي يې دي، چې یو اېس ای ډي ستاسو مالیې د کوېډـ۱۹ غوندې ناروغیو باندې ولګولې چې میلیونه خلک یې له امله مړه شول.
ماسک وروسته له هغه د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (یو اېس ای ډي) پر وړاندې سخت دریځ ونیوو، چې ویې غوښتل د دغه ادارې سیسټم ته فزیکي لاس رسی ولري، خو اجازه ورنکړل شوه.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (یو اېس ای ډي) په افغانستان کې د بېلابېلو تعلیمي، صحي او ظرفیت لوړونې پروژو ترڅنګ د بیا رغونې چارو کې هم پروژې تطبیق کړي.
سربندونه، ویالې او کانالونه هم په دغو پروژو کې شامل وو، چې د ځمکو د خړوبولو لپاره تر ټولو ګټورې پروژې وې.
خو دا چې په دغو ځمکو ولې د نورو کرنیزو کښتونو په ځای کوکنار کرل شوي، د چارو شنونکي یې د حکومتونو ناسم مدیریت په ګوته کوي.