د طالبانو سوداګرۍ وزارت: سږکال منځنۍ اسیا ته د ۱۱۲ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د (سلواغې په ۱۳مه) ویلي، چې له منځنۍ اسیا سره یې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې او یوازې د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې یې ورسره څه باندې یو نیم مېلیارد ډالره سوداګري کړې ده.
د طالبانو د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دوی په دغه لړ کې یوازې له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د ۱۱۲ مېلیون ډالرو په ارزښت د وچې او تازه مېوې په ګډون د بېلابېلو توکو صادرات کړي دي.
د طالبانو د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد د یوې ویډیو په خپرولو سره زیاته کړې، چې افغان سوداګرو له منځنۍ اسیا څخه هېواد ته د ۱.۵ مېلیارد ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.
هغه ویلي، له افغانستانه دغو هېوادونو ته په صادر شویو توکو کې پیاز، الوګان او د شوکاڼي ډبرې هم شاملې دي.
له بلې خوا نیوکې دا دي، چې طالبانو منځنۍ اسیا څخه په راواردونکو توکو کې سوداګرو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي او د بلخ په ګډون په کندوز ولایت کې د ګمرکونو له لارې د راتلونکو مالونو د چارو د ترسره کېدو پر مهال له سوداګرو بدې اخیستل کېږي.
په وار وار سوداګرو نیوکه کړې، چې د حیرتانو، میمنې او شېرخان بندرونو کې د طالبانو د ګمرکونو له لوري په بېلابېلو پلمو د افغان سوداګرو توکي ځنډول کېږي.
سوداګرو نیوکې کړې، چې د دوی په چارو کې د ځنډ له کبله دوی ته درانه زیانونه اوړي او د بېلابېلو فشارونو له لارې د طالبانو د ګمرکونو مسوولین له دوی څخه د بډو اخیستلو لپاره لارې برابروي. ویل کېږي، منځنۍ اسیا ته د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال په ګمرکونو کې پراخ فساد د مالي عوایدو فرار ته هم لاره برابره کړې ده.
د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د طالبانو له لوري په خپلو منځونو کې سوداګریز بندرونه وېشل شوي چې ډېره برخه یې ملا هبت الله خپلو کسانو ته ورکړې او د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د پراخ فساد له کبله سوداګري له ګڼو ننګوونو سره مخ شوې ده.
د منځنۍ اسیا تر څنګ پاکستان او ایران هم د افغانستان لپاره د سوداګریزې راکړې ورکړې مهم هېوادونه بلل کېږي؛ خو د طالبانو د سیاسي ناندریو له کبله له دغو هېوادونو کېدونکې سوداګري هم زیانمنه شوې ده.