ټروډو ټرمپ ته: د کندهار تر کوڅو له تاسو سره یو ځای جنګېدلي یو، موږ ته سزا مه راکوئ

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د امریکا د ولسمشر د هغې پرېکړې په غبرګون چې له مخې یې پر کاناډا ۲۵ سلنه تعرفې لوړې شوې ویلي، چې کاناډا د امریکا د فلنډرز له ډګرونو څخه د کندهار تر کوڅو د سختو شېبو ملګرې وه او په ګډه یې جګړه کړې او قربانۍ یې ورکړې دي؛ نو باید سزا ور نه کړل شي.

نوموړي نن یکشنبه په یوې خبري غونډې کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړې غندنه کړې او ویلي یې دي، کاناډا له امریکا سره د ملګرتیا یوه لویه تاریخچه لري چې باید زیانمنه نه شي.

تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا، مکسیکو او چین څخه متحده ایالاتو ته پر راتلونکو توکو د تعرفې صادرولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې د امریکا د نږدې سوداګریزو شریکانو سره یې د سوداګریزې شخړې ګواښ لوړ کړ.
د کاناډا لومړي وزیر وویل:« څو اوونۍ مخکې چې موږ د کالیفورنیا د ځنګلونو اور ته د اوبو الوتکې واستولې او یا د ۲۰۰۱ د سپټمبر ۱۱مه هغه ورځ چې نړۍ ولاړه وه، موږ ستاسې مساپرو او الوتکو ته پناه ورکړه. موږ تل ستاسو تر څنګ ولاړ وو، ستاسو په غم کې مو ځان شریک ګڼلی او ستاسو د خلکو سره مو خواخوږي لرلې. غوره لاره دا ده، چې له کاناډا سره ملګرتیا وکړئ؛ نه دا چې موږ ته سزا راکړئ.»
د ټروډو په خبره د سپینې ماڼۍ نننۍ پرېکړه کاناډا او امریکا سره لا جلا کولی شي او د دوی یووالي ته زیان رسولای شي.
هغه زیاته کړې، کاناډا به د امریکا د سوداګریزو بندیزونو په ځواب کې د ۱۵۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکایي توکو پر وړاندې ۲۵ سلنه تعرفې وضع کړي چې له ډلې به یې د ۳۰ میلیارده ډالرو تعرفې د سې شنبې په ورځ عملي شي او پاتې ۱۲۵ میلیارده به په ۲۱ ورځو کې پلي شي؛ تر څو کاناډایي شرکتونه ځانته بدیلونه ومومي.
د ټرمپ د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، یوازیني محصولات چې له تعرفو څخه معاف دي د کاناډا د انرژۍ محصولات دي.
د نوموړي په وینا، دا هغه محصولات دي چې د لس سلنه ټیټې تعرفې بیه ولري؛ ترڅو «د سون توکو پر بیو د هر ډول ګډوډۍ د اغېز مخنیوی وکړي.»
متحده ایالات به د سې شنبې په ورځ د کاناډا پر توکو د تعرفو راټولول پیل کړي؛ خو دا څرګنده نه ده، چې په مکسیکو او چین به دغه نوې تعرفې کله پلي شي.