یو شمېر نامعلومه وسله والو په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان ۴ امنیتي ځواکونه وژلي دي

د خېبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان ولسوالۍ کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې درې د اېف سي ځواکونه او يو د پاکستان نیمه پوځي ځواک قومندان په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، یو شخصي موټر چې امنیتي کسان په کې سپاره وو د بلوچستان له کرزیات څخه د خېبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان ته په لاره وو، چې د پولیسو له یوه مرکز سره له وسله وال برید سره مخ شول.

د ډزو په پایله کې موټر اور اخیستی او په کې سپاره درې د اېف سي ځواکونه، بلال احمد، رشید زمان، داوود خان او یو د پاکستان د نیمه پوځي ځواک قومندان نور احمد د موټر چلوونکي سره وژل شوي دي.

له پېښې وروسته پوليس او د ژغورنې ډلې سيمې ته رسېدلي او وژل شويو کسانو جسدونه یې روغتون ته لېږدولي دي.

د دغه برید په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت څه نه دي ویلي او نه هم کومې وسله والې ډلې یې مسولیت په غاړه اخیستی.