افراسیاب خټک: له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو اېستل، له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده

د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک د (سلواغې ۱۳مه) ویلي چې پاکستان په زور د افغان کډوالو د اېستل کیدو له امله په ښکاره د کډوالۍ په برخه کې له نړۍوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي. هغه وايي، چې افغانان د خپلو سرونو د خوندیتوب لپاره دغه هېواد ته کډوال شوي.

د افراسیاب خټک په وینا؛ افغان کډوال پر دوی د تپل شویو جګړو او نا امنیو له کبله پاکستان ته کډوال شوي او د پولیسو له لور‌ي د نیول کیدو عملیات یې باید ژر تر ژره ودرېږي. هغه همدا راز د کډوالۍ پر نړۍوالو سازمانونو غږ کړی چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لاسنېوی وکړي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشل ته وویل، چې تېره شپه هم پولیسو د روانو عملیاتو په لړ کې د اسلام اباد دننه یوه افغانه کډواله او د هغې کوچنی زوی نیولی.

په اسلام اباد کې مېشت یو شمېر کډوالو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی چې نن شنبه د (سلواغې ۱۳مه) هم د پولیسو له لوري په بېلابېلو سیمو کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه ده.

نیوکې دا دي چې پاکستاني پولیس هغه کډوال هم نېسي چې د قانوني وېزې او د ملګرو ملتونو له لوري د کډوالۍ ورکړل شوي اسناد لري.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې چې پولیس هغه افغان کډوالو څخه چې د ویزو مودې یې هم پای ته نه دي رسېدلي په بېلابېلو بهانو بډې اخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د روان زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۹مه په یوې ګډه غونډه کې ټولو قانوني افغان کډوالو ته د مارچ تر ۳۱مې نېټې وخت ورکړی، څو د پاکستان له پلازمېنې څخه ووځي.

د دې امر له مخې به د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د اې سي سي (ACC) پي او ار (POR) کارډونو لرونکي او ان د قانوني ویزې لرونکې له اسلام اباد څخه په راتلونکو دوو میاشتو کې وېستل کېږي.

د‌ پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې لیکلي چې له اسلام اباد څخه د افغان کډوالو د اېستل کیدو پر دې بهیر به یې څارګرې شبکې په ځانګړې توګه ای ایس ای (ISI) څارنه کوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کیدو وروسته له هغې زور واخیست چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وسله والې نښتې وشوې.

د دغه عملیاتو د چټکیدو یو بل لامل هم د طالبانو د مشرانو او پاکستاني سیاستوالو ترمنځ سیاسي ناندرۍ بلل کېږي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ځینو پخوانیو لوړ پوړو چارواکو پر پاکستان غږ کړی چې له افغان کډوالو څخه دې د پر طالبانو د فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي‌ او طالبان د دغو کډوالو چندان کیسه کې هم نه دي.

بل لوري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د کډوالو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو په وار وار د پاکستان له حکومته غوښتي چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي؛ خو اسلام اباد دا غوښتنې له پامه غورځولې او چندان یې ورته غوږ نه دی نیولی.