شاه محمود میاخېل: کرایي مشران پاکستاني استخباراتو سره د افغانستان د بربادۍ غونډې کوي

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل په استانبول کې د افغان سیاسي مشرانو له پاکستاني استخباراتي پلاوي سره لیدنې ته په غبرګون کې وویل، چې فرصت طلبي ستونزه پاکستان ګڼي خو دوی لکه کرایي مشران په اډه کې ولاړ وي او له پاکستان سره د افغانستان د بربادۍ غونډې کوي.

په پام کې ده چې نن د پاکستان د استخباراتي ادارې یو لوړ پوړی پلاوی په استانبول کې له پخوانیو افغان چارواکو او جهادي شخصیتونو سره وګوري.

ځينو سرچینو ویلي، چې دا په تېرو درېیو میاشتو کې ترکیې ته د لوړ پوړو پاکستاني پلاوو دویم سفر دی.

شاه محمود میاخېل پر اېکس پاڼې دغې لیدنې ته په غبرګون لیکلي: «دا اپرچونیست مشران، له یوې خوا د ټولو ستونزو مور پاکستان ګڼي بیا د ستونزو د همدغه مور سره د هېواد د بربادې لپاره غونډې کوي. مطلب دا کرایي مشران په اډه کې ولاړ دي او هر وخت د نورو د جنګونو لپاره اماده دي.»

ښاغلی میاخېل زیاتوي، چې هدف د افغانستان ثبات او په افغانستان کې قانونمند او ولسواکه نظام دی نه د ګاونډیانو د اهدافو لپاره جنګونه.

‏نوموړی وایي: «جنګ نه مخکې هدف و او نه اوس هدف دی، بلکې جنګ وسیله ده. که هدف یوازې پروژې اخیستل، د نورو د اهدافو لپاره جنګونه کول، خپل هېواد او هېوادوال وژل وي نو بیا دا جنګ پخوا لکه د طالبانو چې مردود و، اوس هم مردود دی.»

‏د میاخېل په وینا، د طالب سره مخالفت د طالب په کړنو دی که نور باالمثل کړنې کوي نو ملت یې هم مخالف دی نوموړی زیاتوي: «‏له بده مرغه هغه کسان او ډلې چې د استخباراتو نه یې جیره اخستې، نشي کولې چې د استخباراتي لوبو نه به غیر ژوند وکړي او یا د استخباراتو د لومو نه ځانونه خلاص کړي.»

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستاني استخباراتو دا پلاوی د صلاح الدین رباني، عبدالرشید دوستم، عبدالرب الرسول سیاف، محمد محقق او کریم خلیلي په څېر شخصیتونو سره ویني.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دې غونډو موخه د طالبانو له سیاسي مخالفینو سره د پاکستان د تعاملاتو زیاتول دي.

د دې ترڅنګ په اسلام اباد کې د دې ډلو د سیاسي دفترونو د بیا پرانیستلو او همدارنګه د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې په مبارزه کې د ګډې همکارۍ په اړه هم بحثونه کيږي.