طالبان وايي د «حضوري چمن» د ملکیت د برخلیک مالومولو لپاره طرحه ملا هبت الله ته لېږي

د طالبانو تر واک لاندې دولتي رسنیو د خبر له مخې د حضوري چمن د غوره تنظیم او ګټې اخیستنې لپاره طرحه تر جوړېدو وروسته ملا هبت الله ته لېږل کېږي. حضوري چمن د کابل ښار یو له هغو تفریحي سیمو دی چې پکې د نږدې سیمو ځوانان لوبې په تېره کرېکټ کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان دولتي ټلوېزیون نن شنبې «د سلواغې ۱۳مه» په وېبپاڼه کې لیکلي چې نن د طالبانو کور او ښار جوړولو وزیر حمدالله نعماني په مشرۍ په یاد وزارت کې د اطلاعات او کلتور وزارت، د ملي المپیک عمومي ریاست، د عملیاتي ادارې او د کابل ښاروالۍ په غړیتوب دغه ناسته وشوه.

د رپوټ په بنسټ دغه ناسته د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم د تطبیق او د کابینې د تصمیم پر اساس جوړه شوه چې په کې د حضوري چمن د ملکیت برخلیک معلومولو او ترې د سالمې ګټې اخیستنې لپار هد منظمې طرح پر جوړولو او پلي کولو خبرې وشوې.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر حمدالله نعماني او ورسره د کمېټې غړو یې په ناسته کې د ملي المپیک عمومي ریاست له لوري جوړه شوې دري بُعدي (تري ډي) ویډیو او اسناد وکتل او په اړه یې دلایل او وړاندیزونه واورېدل.

په دې غونډه کې ټینکار شوی چې باید داسې طرحه جوړه شي چې له مخې یې په حضوري چمن کې تاریخي ارزښت، فرهنګي ارزښت، عایداتي ارزښت، عبادت او نورې ټولګټې چارې په پام کې ونیول شي.

په غونډه کې ویل شوي، د چمن د ملکیت او ترې د سالمې ګټې اخیستنې منظمه او غني طرحه جوړه، دلایل او اسناد وړاندې او په ټوله کې د کمېټې وروستۍ خبره ملا هبت الله ته د وروستي تصمیم نیولو لپاره وړاندې کړي.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، چې په حضوري چمن کې څه ډول طرحه په پام کې نیول شوې ده او د دې ځايي تاریخي اهمیت به وساتل شي او کنه.