د ټرمپ ادارې د پاکستانیانو په ګډون له ۷ زرو ډېر ناقانونه کډوال نیولي او له امریکا یې باسي

جیونیوز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل وروسته په لومړۍ اوونۍ کې، متحده ایالاتو له اوو زرو ډېر «ناقانونه» کډوال نیولي او له دغه هېواده یې د شړلو لړۍ پیل کړې، چې د نورو هېوادونو تر څنګ پاکستاني کډوال هم په کې شامل دي.

د پاکستان جیونیوز د امریکا د کورنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی، چې دغه اداره د ولسمشر ټرمپ د «ناقانونه» کډوالو د ځپلو او خپلو هېوادونو ته د شړلو له ژمنې سره سم په جدی توګه کار کوي.

د امریکا کورنيو چارو وزارت دا هم زیاته کړې چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ اوونۍ کې ۷۳۰۰ «ناقانونه» کډوال نیول شوي او له هېواده شړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، له امریکا ډیری په زور ایستل شوي کډوال د تاوتریخوالي په پیښو کې ښکیل وو.

د جیونیوز په وینا، هغه پاکستاني وګړي چې په «ناقانونه» ډول په متحده ایالاتو کې اوسېدل هم نیول شوي دي.

د راپور له مخې دغه پاکستاني وګړي چې شمېر یې له لسو څخه کم دی، په کالیفورنیا کې د «ناقانونه» ګډوالو د نیولو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

دغه عملیات د شیکاګو، سیاټل، اتلانټا، بوسټن، لاس انجلس او نیو اورلینز په ګډون د امریکا په بیلابیلو ښارونو کې ترسره شوي دي.

د امریکا د کورنيو چارو وزارت په وینا، یوازې د جنوري په ۲۷مه ۹۵۶ «ناقانونه» کډوال نیول شوي دي.

داسې ویل کېږي چې ځینې ښوونځي او کلیساوې هم پلټل شوي دي، چې د نیول کېدو له وېرې، ځینو «ناقانونه» کډوالو ان کار ته تلل او خپل ماشومان ښوونځي ته لیږل بند کړي دي.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د «ناقانونه» کډوالو د شړلو پریکړه

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د نیول شویو کسانو شمېر له دې حقیقت څخه اټکل کیدای شي چې په ۲۰۲۴کال کې، د ولسمشر بایډن د واکمنۍ په وروستی کال، یوازې ۳۱۰ کسان نیول شوي وو

همداشان د امریکا د کورنيو چارو وزارت، ناقانونه کډوالو ته په اشارې سره وايي چې د کثافاتو ډېري به له سړکونو څخه پاک کړي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرتر یوې غونډې ته وویل چې هغه ۹۷ سلنه «ناقانونه» کډوال شړل شوي چې د بایډن په دوره کې یې د شړلو حکم صادر شوی وو، خو د بایډن په دوره کې له قانون څخه سرغړونه کېده، چې نور به نه ترسره کېږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ۱۱میلیونه کډوال په متحده ایالاتو کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، چې له دې څخه ۱.۴میلیونه کډوالو د شړلو حکمونه ورکړل شوي، چې ځینې یې جرمي مخینه هم لري.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په ۲۰مه نیټه د امریکا متحده ایالاتو واک ترلاسه کړ او د ناقانونه کډوالو د شړلو پریکړه یې وکړه.