د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د «هلک» په سر د طالب جنګیالیو تر منځ شخړې مرګ ژوبله اړولې
په هلمند کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره ورځ جمعه د سلواغلې ۱۲مه له غرمې وروسته په مارجې ولسوالۍ کې د یو ښایسته هلک پر سر د دوو طالب ډلګۍ مشرانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې، چې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله په کې اوښتې.
ویل کېږي چې یاده پېښه په لفظي شخړه پیل او له یوه ساعت ډزو وروسته د یوه طالب جنګیالي په وژل کېدو او د پنځو نورو طالبانو په ټپي کېدو سره پای ته رسېدلې ده.
طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم دوی د داسې موضوع ګانو په اړه رسنیو ته نظر ورکوي.
سرچینه زیاتوي چې د دواړو ډلګیو مشران،قاري امرالدین او قاري ضیاالدین چې مشهور په زرقاوي دی، په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو ځايي چارواکي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو ترمنځ د ښایسته هلکانو په سر شخړه راپورته کېږي، بلکې څه موده وړاندې د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې هم د یوه هلک د ترلاسه کولو لپاره، د دوو طالب ډلکیو ترمنځ شخړه راپورته شوې وه، چې مرګ ژوبله یې نه لرله.