د غزې رفح لاره به د شنبې په ورځ پرانیستل شي
د حماس یوه چارواکي رسنیو ته وویل، چې د غزې ترانګې د رفح پوله به د شنبې په ورځ د اوربند د موافقې له مخې د یرغمل شویو او بندیانو د څلورمې تبادلې وروسته بیرته پرانیستل شي. دا د مرستو رسولو له پاره تر ټولو مهمه لار ګڼل کیږي.
د حماس یوه چارواکي وویل: "منځګړیو حماس ته ویلي چې د شنبې په ورځ د بندیانو د تبادلې د څلورمې ډلې له بشپړېدو وروسته د رفح بندر د پرانیستلو اجازه ورکړي."
سرچینې څرګنده کړه چې "د غزې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو د موافقې له مخې به ټپي شوي فلسطینیان د غزې له خاورې څخه اېستل کیږي."
د مصر سره د رفح پوله د فلسطین خاورې ته د ننوتلو او د مرستې لپاره یوه مهمه لاره ده.
خو دا پوله د تېر کال په مې میاشت کې وروسته له هغې وتړل شوه، چې اسراییلي ځواکونو فلسطیني غاړه ونیوله.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاجا کالاس د جمعې په ورځ وویل چې د دې ټولنې ۲۷ غړي د فلسطین او اسراییل په غوښتنه د رفح په بندر کې د څارنې ماموریت ځای پر ځای کړی دی.
نوموړې پر اېکس پاڼې لیکلي: "دا به د فلسطین د سرحدي پرسونل ملاتړ وکړي او د غزې څخه بهر د افرادو لېږدولو ته به اجازه ورکړي، په شمول د هغه کسانو چې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري."
اسراییل او حماس به د شنبې په ورځ د اوربند د یوې برخې په توګه چې د جنورۍ په ۱۹ پلي کیږي د غزې په تړانګه کې د دوی څلورم پړاو یرغمل شوي بندیان تبادله کوي.
تر اوسه پورې ۱۵ تنه یرغمل شوي د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ای سي ار سي)ته د سلګونه فلسطیني بندیانو په بدل کې سپارل شوي دي.