د ګانګرس غړی برچیټ: د بایډن ادارې هغه افغان ته وېزه ورکړې چې د طالبانو سره نږدې اړیکې لري

د متحده ایالاتو د کانګرس غړي ټیم برچیټ د بایډن اداره په دې تورنه کړې چې یوه داسې سړي ته یې، چې د طالبانو لوړپوړو چارواکو سره نږدې اړیکې لري، ویزه ورکړې ده. نوموړي ویلي چې دا کس تر اوسه په امریکا کې دی.

ټيم برچیټ پر خپلې اېکس پاڼې کاږلي، د تېر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د نهمې د کانګرس د غړي په توګه بهرنیو چارو وزات ته لېږلي مکتوب سره لیکي چې افغان تبعه ایمان رحیمي امریکا ته مطلوب شخص سراج الدین حقاني ته د خلیفه خطاب کړی او همدا ډول یې د طالبانو کړنې ستایلي دي.

په دغه مکتوب کې چې د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته استول شوی په کې راغلي: «زه د ښاغلي ایمان رحیمي په اړه د بیړنۍ اندیښنې څرګندولو لپاره لیکم، چې د افغانستان تبعه دی او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست سره احتمالي اړیکې لري، چې په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو ویزه ورکړل شوې او له ترکیې څخه متحده ایالاتو ته راغلی دی.»

په مکتوب کې وړاندې راغلي:« د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له خوا د افغانستان د نیولو راهیسې، ښاغلي رحیمي د لوړ پوړو طالب قوماندانانو ته نامحدود لاسرسی درلود او د طالبانو او حقاني شبکې له خوا کنټرول شوي محدودو سیمو ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې، په شمول د ترهګرو روزنیز کمپونه او د پخوانیو لوړ پوړو حکومتي چارواکو استوګنځایونو.»

په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې دغه ډول ځایونو ته د لاسرسي دا کچه یوازې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست له خوا ورکول کیږي.

مکتوب کې وړاندې راغلي: «په خپلو عامه موجودو ویډیوګانو کې، ښاغلي رحیمي سراج الدین حقګاني چې د (ایف بي ای) له خوا مطلوب ترهګر دی او د ۱۰ میلیون ډالرو انعام پرې اېښودل شوی، د "خلیفه" په توګه یاد کړی.»

په مکتوب کې په ښاغلي رحیمي تور پورې شوی، چې په دوامداره توګه د بندیزونو لاندې طالب مشرانو په اړه په سوشل میډیا کې مناسب پوښښ ترسره کړی، چې په موثره توګه د دوی د افراطي اجنډا په وده کې مرسته کوي.

د متحده ایالاتو کانګرس غړي په توګه د برجیټ په دغه مکتوب کې د افغان تبعه ایمان رحیمي په اړه بېلا بېلې هغه کړنې په نښه شوي چې نوموړي د طالبانو د حکومت په ګټه ترسره کړي او د بهرنیو چارو وزارت نه یې غوښتنه کړې چې د نومړي کړنې وڅاري.

ټيم برچیټ: «زه د بهرنیو چارو وزارت او اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوم چې د ښاغلي رحیمي فعالیتونه او تړاوونه له نږدې وڅاري، ځکه چې دوی ممکن د ملي امنیت لپاره د پام وړ احتمالي ګواښ رامینځته کړي او هغه ارزښتونه زیانمن کړي چې موږ یې ملاتړ کوو.»