امریکایي څیړونکي وایي د ملا هبت الله د نیول کېدو له غوښتنې وروسته به طالبان نوی مشر وټاکي

د امریکا د سولې انسټېټیوټ څېړونکي باور لري چې د نړیوالې جزایي محکمې د لوی څارنوال له خوا د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د نیولو غوښتنې نه یوازې د عدالت د پلي کېدو هیلې ژوندۍ کړې، بلکې دا اټکل یې هم شونی کړ چې ګوندې طالبان د مشرتابه د بدلون لپاره هم اقدام وکړي.

د یاد انسټېټیوټ یو څېړونکی سکاټ ورډن وایي، چې دا غوښتنه کولای شي د طالبانو دننه پر مشرتابه کې بحثونه راوپاروي. هغه زیاته کړې، که څه هم طالبان به د نړیوالې محکمې د پرېکړې پر ضد یو موټي ښکاري؛خو د دې ډلې ځینې لوړ پوړي غړي چې د نجونو د زده ‌کړو پلویان دي او له لوېدیځو هېوادونو سره د تعامل پلويان دي، ښايي استدلال وکړي چې د هبت‌الله په واک کې پاتې کېدل د افغانستان د لا انزوا ته تګ لامل ګرځي.
د ورډن په وینا، د نیولو دا غوښتنه اوږدمهاله اغېزې لري او کولای شي د طالبانو اوسني مشرتابه ته د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو پروسه نوره هم سخته کړي. هغه ټینګار کوي چې دا پرېکړه دا پیغام هم ورکوي چې نړیواله ټولنه د جنګي جرمونو د حساب غوښتونکې ده او که هر څومره هم وخت ونیسي بیا به هم پرې عدالت پلی کېږي.
بل خوا، د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده له دې غوښتنې څو ورځې وروسته خپلو پلویانو ته ویلي چې د لوېدیځو هېوادونو له ګواښونو ونه‌ ډار شي او د هغه په اصطلاح "جهاد" ته دوام ورکړي. هغه پخپله وینا کې طالبانو ته ویلي، د قربانۍ او زندان ته د تلو لپاره باید چمتو اوسي.
د نړیوالې جزایي محکمې لوی څارنوال کریم خان د سلواغې په څلورمه اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله او د دوی د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه یې محکمې ته وړاندې کړې ده.
طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې هڅه کوي چې خپل حکومت ته نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي؛ خو د ښځو پر زده‌ کړو او د هغو پر کار بندیز د بشري حقونو سرغړونې او د نړیوالو اصولو نه مراعت کول د دې خنډ شوي دي. اوس داسې ښکاري چې د نړیوالې جزایي محکمې دا پرېکړه به د طالبانو د رسمیت پېژندلو هڅې لا پیچلې کړي او د افغانستان منزوي کېدو ته به لا نوره لار پرانېزي.
د طالبانو د مشر د سخت دریځې مفکورې له کبله په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو ډېری سفارتونو، مرستندویه سازمونو او نړیوالو نادولتي موسساتو په کابل کې خپل دفترونه تړلي دي.
باورونه دا دي چې ملا هبت الله له خپلې سخت دریځې مفکورې نه اوړي او په طالبانو کې د هغه مخالفې کړۍ غواړي چې د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره خپل اوسنی مشر له مخې لرې کړي