د طالبانو وارخطا پرېکړې؛ ذبیح الله مجاهد وايي، چې د کارکوونکو معاشونه روانه میاشت ورکوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغې ډلې د ماليې وزارت ډاډ ورکړی، چې روانه سلواغه میاشت کې به د ټولو «یو میلیون او ۴۰ زره» کارکوونکو معاشونه ورکړل شي. ‏طالبانو دغه اعلان د افغانستان انټرنشنل د راپور له خپرېدو وروسته کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه د (سلواغې ۱۱مه) د ایکس پاڼې په یوه یادښت کې لیکلي، د دغې ډلې د مالیې وزارت ډاډ ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې د ټولو ادارو د کارکوونکو معاشونه به د روانې سلواغې میاشتې تر پایه ورکړل شي.

مجاهد وړاندې لیکلي، چې «هيڅوک دې په دې اړه تشویش نه کوي.»

تېره ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د امریکا له لوري د مرستو له ځنډولو وروسته، طالبانو خپلو ټولو کارکوونکو ته ویلي، چې میاشتني معاشونه یې د درېیو میاشتو لپاره ځنډول شوي.

‏خو نن پنجشنبه د طالبانو ویاند بیرته اعلان وکړ، چې خپلو کارکوونکو ته ځکه معاشونه پر وخت ورکوي، چې د افغانستان داخلي بودجه د بهرنیو مرستو په بندیز پورې اړه نه لري.

د طالبانو د بېلابېلو ادارو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغو ادارو لوړپوړو چارواکو په رسمي ډول ورته ویلي، چې د راتلونکو درېیو میاشتو معاشونه یې نه شي ورکولی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له تلو سره سم د درېیو میاشتو لپاره افغانستان ته د پیسو د لیږد په ګډون ټولې بهرنۍ مرستې و ځنډولې.

د امریکايي مرستو له ځنډېدو سره په افغانستان کې بازارونه کاواکه شوي او د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت غورځېدلی چې طالبان یې په مهارولو کې پاتې راغلي.

د امریکا د مرستو تر بندیز مخکې د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۶۹ افغانۍ پلورل کېده، خو نن سبایو ډالر په ۸۰ افغانیو تبادله کیږي.

طالبان د بیلابیلو لارو په کارولو سره هڅه کوي، چې پرې شته فشار کم کړي، خو په دې برخه کې ورته لویه ننګونه د امریکا د مرستو بندېدل دي چې هیڅ بدیله لاره نه لري.