طالبان: د هبتالله په امر پروان او جوزجان کې دوه زره جریبه ځمکه صنعتي پارکونو ته بېله شوه
د طالبانو د کرنې وزارت وايي، چې په جوزجان او پروان ولایتونو کې یې د ملا هبتالله په امر دوه زره جریبه ځمکه صنعتي ښارګوټو لپاره ځانګړې کړه. دغه ځمکې د پروان په شینواري او بګرام او د جوزجان خواجه دوکوه ولسوالیو کې ځانګړې شوې ده.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالداراۍ وزارت نن پنجشنبه د (سلواغې ۱۱مه) په ایکس پاڼه په دوو یادښتونو کې لیکلي، چې د افغانستان په جوزجان او پروان ولایتونو کې یې د ملا هبتالله په امر دوه زره جریبه ځمکه صنعتي ښارګوټو لپاره بېله کړه.
دغه وزارت نور جزییات نه دي ورکړي خو وايي، چې د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ په شکر بازار کلي کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د طالبانو د کرنې وزارت زیاتوي، چې د دې تر څنګ په پروان کې د کرنې ولایتي ریاست په همکارۍ د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې ۵۰۰ جریبه ځمکه او ۵۰۰ جریبه نوره ځمکه د بګرام ولسوالۍ د باریکاب په سیمه کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې په هلمند او بلخ ولایتونو کې په څه کم پنځه زره جریبه ځمکه د نويو صنعتي پارکونو او ښارګوټي د جوړولو بنسټ ډبرې اېښې وې. او ویلي یې و، چې د صنعتي پارکونو جوړولو سره افغانستان له وارداتي پر صادراتي اقتصاد بدلول غواړي.
هغه مهال د هلمند مرکز لښکرګاه ښار او سنګین ترمنځ دوه لارې سیمې اوسېدونکو ویلي وو، چې طالبان یې په زور له خپلو مېنو څخه شړي او د دوی پلرنۍ ځمکې د ټوپک په زور ترې اخلي او د صنعتي پارکونو جوړولو په نوم یې لاندې کوي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې په مختلفو ولایتونو کې د سړکونو، بندونو او نورو زېربناوو د جوړولو پرانیستې کړې دي، خو لا یې هم کومه یوه بشپړه کړې نه ده.