د اوربند د تړون له مخې، په غزه کې د حماس له‌خوا د اسراییل یوه ښځینه سرتېرې خوشې شوه

الجزیرې راپور ورکړی، چې د اوربند د تړون له مخې په غزه کې د اسراییل یوه ښځینه سرتېرې خوشې شوه او په بدل کې یې بیا اسراییل به نن د دغه هېواد له زندانونو ۱۱۰ فلسطینیان خوشې کړي.

د اسراییل ټایمز د راپور له مخې، په ۱۱۰ فلسطینیانو کې ۳۰ تنه یې ښځې او ماشومان دي.
اسراییل ټایمز ویلي، چې د حماس له بنده د یرغمل شویو کسانو په ډله کې ۵ ټایلنډيان هم شامل دي چې تمه کېږي نن به خوشې شي.
په غزه کې نیول شوې یوه اسراییلي ښځینه سرتېرې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او د بندیانو د تبادلې د تړون په درېیم پړاو کې خوشې شوې ده.
د اګام برجر خوشې کول د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) هغه مهال ترسره شول، کله چې هغه د غزې د جبالیه د کډوالو په پنډغالي کې د کنډوالو لاندې راڅرګنده شوه.
نوموړې داسې مهال په دغې سیمه کې راڅرګندېږي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د غزې په وړاندې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا د جبالیه پنډغالی په وار، وار په نښه شوی دی.
برجر د اتو بندیانو څخه لومړۍ هغه وه، چې ټاکل شوې وه نن د پنځو ټایلنډي وګړو سره یو ځای خوشې شي.
تېره شنبه حماس په غزه کې څلور ښځینه اسراییلي سرتېرې خوشې کړې او ۲۰۰ فلسطینیان د اسراییل له زندانونو خوشې شول.