اېکسپرېس ټرېبیون: د ټي ټي پي کورنۍ دننه په افغانستان کې ځای پر ځای شوي دي

پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټرېبیون د یوه پاکستان چارواکي له قوله لیکلي، چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان د یو شمېر غړو د کورنۍ غړي له سرحدي سیمو د افغانستان نورو سیمو ته لېږدولي دي.

هغه ویلي، چې د طالبانو دغه ګام د پام وړ نه دی او نه شي کولی، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې لرې کړي.
د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پرېکړه متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دغې ډلې د استخباراتو د لوی مشر عبدالحق وثیق له سفر وروسته شوې ده.
تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د متحده عربي اماراتو مشر له طالب چارواکو غوښتي و، چې د پاکستان امنیتي اندېښنو ته رسېدګي وکړي.
اېکسپرېس ټرېبیون هم راپور ورکړ، چې متحده عربي اماراتو پر افغان طالبان فشار راوړی، څو د افغانستان له خاورې د پاکستان د مخالفو ډلو د استفادې اړوند د دغه هېواد امنیتي اندېښنو ته رسېدګي وکړي.
د طالب چارواکو له سفر مخکې بیا یوه پاکستاني پلاوي اماراتو ته سفر کړی و، څو د تحریک طالبان پاکستان موضوع وڅېړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب په تړاو د متحده عربي اماراتو له خوا هېڅ کومه رسمي بیانیه نه ده خپره شوې.
له دې سره، یوه پاکستاني چارواکي بیا له اېکسپرېس ټرېبیون سره په خبرو کې د ستونزو د حل په برخه کې د اماراتو او قطر د منځګړیتوب په اړه خبرې وکړې.
د ویلو ده، چې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي له خپلو کورنیو سره د کندهار په بېلابېلو سیمو کې مېشت شوي دي.
په دغو سیمو کې کریزګي، کته سنګ، تناوچه، قاسم کلی او سرخ بېد شامل دي، چې د شا‌ولي کوټ ولسوالۍ پورې اړه لري او د پاکستان له سرحد سره ۱۰۰ کیلومتره ډېر واټن لري.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د راپور له مخې، دغو کلیو ته د عادي خلکو ورتګ منع شوی دی، خو لوی موټر بیا دغو سیمو ته د رغولو لپاره تګ و راتګ کوي.
د سیمې اوسېدونکو هم تایید کړې ده، چې په دې سیمه کې داسې کسان له خپلو کورنیو سره اوسېږي، چې په دې سیمه پورې اړوند نه دي.

په دې اړه د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنیز راپور:

پاکستاني طالبان؛ د کندهار په شاولي کوټ کې د طالبانو «مېلمانه»

لږې اغېزې
د پاکستاني چارواکي په خبره، د تحریک طالبان پاکستان د کورنۍ غړي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي د پاکستان له سرحدي سیمو د افغانستان نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.
نوموړي همداراز زیاته کړې ده، چې د طالبانو حکومت پخوا هم دغه اقدام کړی و، خو د پاکستان دننه د یادې ډلې د جنګیالیو پر فعالیتونو یې چندان اغېزې نه درلودې.
د هغه په خبره: «یوازې د ټي ټي پي د کورنۍ غړي نورو سیمو ته لېږدول شوي او جنګیالي یې همداراز په سرحدي سیمو کې دي، چې دا به د پاکستان د امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې کوم تاثیر و نه لري.»
د راپورونو پربنسټ، اوسمهال د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان له شپږو تر اتو زرو جنګیالیو پورې حضور لري.
پر دې سربېره، د یادې ډلې د کورنۍ کابو شل زره غړي هم د افغانستان په خاوره کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحده ایالتونه او نړۍواله ټولنه پر طالبانو فشار راوړي، څو د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.
طالبانو په دغه تړون کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هېوادونو او نورو نړۍوالو پر ضد نه کارول کېږي او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه به نیسي.
د طالبانو لپاره اوسنی وضعیت د ۲۰۰۱ کال ناورین د تکرار ګواښ تازه کوي، چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د نه سپارلو له امله د امریکا له کلک غبرګون سره مخ شول.
د شنونکو په باور، که طالبان په دې انډول کې پاتې راشي، له سیمه ییزو او نړۍوالو غبرګونونو او احتمالي فشارونو سره به مخ شي، چې پایله یې د هغه څه تکرار دی چې دوی ترې ډېر وېرېږي: « د امارت نسکورېدل