د کورمې اوسېدونکي: د درملو د نشتوالي له امله د ۲۱۵ ماشومانو په ګډون ۴۵۰ کسان مړه شوي دي
په کورمه کې قومي مشران وایي، چې د درملو د نشتوالي له امله په بېلابېلو روغتونونو او کلیو کې د ۲۱۵ ماشومانو په ګډون ۴۵۰ ناروغان مړه شوي دي.
یو تن قومي مشر میر افضل خان وایي چې د پاړه چنار_ټل لویه لاره او د افغانستان سره د خرلڅۍ لاره له تېرو ۱۲۱ ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
په کورمه کې د سړکونو د تړل کېدو له امله د خلکو ژوند سخت اغېزمن شوی او د دغې سیمې اوسېدونکي له یو ستونزمن او کړکېچن حالت سره مخامخ دي.
په کورمه کې د سون توکو د نشتوالي له امله عامه ترانسپورت په بشپړ ډول بند شوی او ورسره مخابراتي سیسټم هم اغېزمن شوی دی.
په کورمه کې یو ټولنیز فعال نوروز بنګش وایي، چې نږدې ۴۰۰۰ هغه خلک چې له بهره په رخصتۍ راغلي وو؛ د لارو د بندېدو له امله په پاړه چنار کې اېسار پاتې دي.
د ښاغلي بنګښ په وینا، د لارو د بندېدو له امله د زرګونه مساپرو ټکټونه او ویزې ختمې شوې دي.
په کورمه کې د سیاسي اتحاد مشر ملک سید اصغر بیا وايي، د پاړه چنار په ګډون له سلو څخه زیاتو کلابندو شویو کلیو کې نیم مېلیون خلکو ته هیڅ ډول مرسته نه ده رسول شوې.
ښاغلی اصغر وایي، د خوړو او درملو د نشتوالي له امله د خلکو مړینه د حکومت لپاره هم د شرم وړ خبره ده.
د ښاغلي اصغر په خبره، دا نا عادلانه ده چې د پاړه چنار په ګډون له ۱۰۰ څخه زیات اغېزمن شوي کلي له پامه غورځول شوي.
له بل پلوه قبایلي خلک د کوزې کورمې په مندوري سیمه کې د خپلو غوښتنو په ملاتړ پرلت وهلی.
یو بل قومي مشر حاجي محمد کریم وایي، پرلت به تر هغه دوام وکړي؛ چې په بګن کې د وروستیو کړکېچونو قربانیانو ته د مرستې کڅوړې او عدالت نه وي ورکړل شوی.
د هغه په وینا، په بګن کې سوځېدلي مارکیټونه او دوکانونه باید له سره ورغول شي.
بګن د کورمې ولسوالۍ له ګڼې ګوڼې ډک هغه بازار و، چې د مذهبي تاوتریخوالي له امله یې تېره میاشت ټول دوکانونه د اور په لمبو کې لولپه شول.