امریکا او قطر د طالبانو له بنده د خوشې شویو امریکایي بندیانو په تړاو خبرې وکړې
د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر مارکو روبیو د خپل قطري انډول محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د طالبانو له بنده د خوشې شویو امریکایي بندیانو په تړاو د ټلیفون په کرښه خبرې اترې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مارکو روبیو په دغو خبرو کې د طالبانو له بنده د دوو امریکایي وګړو د خوشې کېدو په برخه کې د قطر رول مهم وباله او ترې یې مننه کړې ده.
په روانې میاشت کې د طالبانو له بنده د رایان کوربت او ویلیام مکنتي په نامه دوه امریکایي وګړي د قطر په منځګړیتوب د طالبانو د یوه غړي په بدل کې چې په امریکا کې بندي و؛ خوشې شول.
په دغې ټیلفوني خبرو کې دواړو خواوو دارنګه د منځني ختیځ په اړه هم خبرې اترې کړې دي.
تر هغې وروسته وړمه ورځ هم داسې راپورونه لاس په لاس کېدل، چې د طالبانو له زندانه یو کاناډایي وګړی خوشې شوی دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې مېلانیا جولي د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د قطر په منځګړیتوب د طالبانو له زندانه کاناډایي ډېوېډ لاوري خوشې شوی دی.
ډېوېډ لاوري د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو لهخوا ونیول شو.