طالبانو له ترکمنستاني پلاوي سره د ټاپ پروژې پر عملي چارو خبرې اترې وکړې
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې له ترکمنستاني یو پلاوي سره یې د ټاپ نړۍوالې پروژې پر عملي چارو او د نورو پروژو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره کړې ده.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې ناسته کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او دوام ټینګار کړی دی.
نوموړي دغه راز د ټاپ پروژې ارزښت د عملي چارو پر چټکوالي هم ټینګار کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې افغانستان د دغې پروژې د پلي کولو لپاره چمتووالی لري.
د هغه په وینا، تمه لري چې ډېر ژر د همغږۍ او تخنیکي غونډو په ترسره کولو سره د دغې پروژې عملي چارو پيل ته زمینه برابره شي.
په خبرپاڼه کې د ټاپ پروژې د ډيپارټمنټ مشر مراد ارتیکوف له قوله راغلي، چې د دغې پروژې د پلي کولو لپاره ترکمنستان بشپړ چمتووالي لري.
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، چې په نږدې راتلونکې کې به ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د ټاپ پروژې په اړه درې اړخیز بحث او خبرې اترې وکړي.