د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان: افغان کډوال دې د ټرمپ له فرمانه معاف شي

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان د ټرمپ له حکومته غوښتي، چې د ټرمپ له وروستي فرمانه دې افغان پناه غوښتونکي معاف کړي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې افغانستان له یوه ویجاړونکي بشري ناورین سره مخ دی.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو ظالمانه واکمنۍ، پراخ تاوتریخوالی او د بشري حقونو پراخه سرغړونو نږدې ۸ مېلیونه افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ اېستي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، هغه افغان کډوال چې غوښتنلیکونه یې منل شوي او د لېږد بهیر یې وروستي پړاو ته رسېدلی دی؛ باید نور ونه ځنډول شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د القاعدې او داعش په ګډون د ترهګرو شبکو سره د طالبانو ژورې اړیکې د نړۍوال امنیت لپاره د پام وړ ګواښ دی.
خبرپاڼه وړاندې کاږي: «متحده ایالات اخلاقي او ستراتیژیک مسوولیت لري، چې د افغان متحدینو سره خپلې ژمنې پوره کړي.»
دغه سازمان دارنګه د اېس ای وي پروګرام په سوکه بهیر هم نیوکه وکړه.
دغه سازمان دارنګه په ګاونډیو هېوادونو کې هم د افغان پناه غوښتونکو پر بد وضعیت اندېښنه څرګنده کړې.
د خبرپاڼې په ټکو، د افغان کډوالو بیا مېشتېدنه به د بشري حقونو په اړه د امریکا ژمنتیا په ډاګه کړي، اتحادونه به پیاوړي کړي او د هغو کسانو سره به خپله ژمنه پوره کړي چې د تاریخ په مهمو شېبو کې یې تر څنګ ولاړ وو.
دغه سازمان د افغان کډوالو په ملاتړ ټینګار کړی او لیکلي یې دي، چې د ټرمپ اداره دې په چټکۍ او پرېکنده ډول په دې برخه کې عمل وکړي.