په ملتان کې د ګازو د ټانکر د چاودنې پېښې د مړو شمېر لسو کسانو ته ورسېد

په ملتان کې د ګازو د ټانکر په چاودنه کې څلور نور ژوبل شوي کسان هم مړه شوي، چې له دې سره په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر لسو تنو ته ورسېد.

دوه ورځې مخکې، د پنجاب د ملتان صوبې په صنعتي ښارګوټي کې د ګازو د ټانکر د چاودنې له امله ۶ کسان ځای پر ځای مړه او ۳۹ نور ټپیان شول.

په دې چاودنه کې شاوخوا ۷۰ کورونه هم زیانمن شوي دي.

جیو نیوز د روغتیایي چارواکو په حوالې راپور ورکړی، چې په چاودنه کې ۳۹ کسان ټپیان شوي، چې له دې جملې ۲۶ ټپیان په نشتر روغتون کې د سوځېدونکو ټپیانو برخه کې د درملنې لاندې دي.

د پولیسو په وینا، په وژل شویو کې د یوې نجلۍ په ګډون درې ښځې هم شاملې دي.

د نشتر روغتون د ۱۳ ټپیانو حالت نازک ښودلی دی.

د پنجاب حکومت له خوا د ټپیانو او مړو کسانو لپاره د معاوضو ورکولو پروسه روانه ده.