امیرخان متقي وایي ایرانیان زموږ وروڼه دي او د اوبو په ورکړه کې ورسره بخیلي نه کوو

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د (سلواغې ۸مه) د مرستیال وزیر نعیم وردګ د پېژندنې په مراسمو کې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سفر مثبت بللی او ویلي یې دي چې ایران ته د اوبو د ورکړې په برخه کې بخیلي نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په خبره، له عباس عراقچي سره یې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو،‌ سوداګریزې راکړې ورکړې او همدا راز د اوبو په برخه کې لازمې خبرې کړي دي.
هغه زیاته کړې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته یې په ښکاره ویلي چې د اوبو د ورکړې په برخه کې به ورسره ځانګړې مرسته وکړي او په دې برخه کې له ایران سره هېڅ ډول بخیلي نه لري.
متقي زیاته کړې چې عباس عراقچي سره په ناسته کې د دوی رییس الوزرا یادونه کړې چې ایرانیان یې ورونه دي او د مسلمانۍ د روحیې له مخې هم ورسره پرته له کومو قانوني سندونو او هوکړو د اوبو د ورکړې په برخه کې لازمې مرستې کوي.
د هغه په خبره، د ایران د سیستان او بلوچستان استوګن یې ورونه دي او د اوبو په برخه کې یې ستونزې درک کولای شي. د متقي په خبره، د وچکالۍ، اورښتونو او واورو د نشتوالي له کبله د اوبو کچه کمه شوې او له همدې امله په دې برخه کې ځنې ستونزې رامنځته شوې دي.
د طالبانو د دغه وزیر په وینا؛ له عباس عراقچي سره یې په ایران کې د مېشتو میلیونونو افغان کډوالو د ستونزو په تړاو هم خبرې کړ‌ي او ورسره یې هوکړه کړې چې افغانان په زوره له دغه هېواده اېستل کیدو ته نه اړ کوي.
د ایران او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیران چا بهار بندر کې د سوداګرۍ په تړاو پر همکاریو ټینګار کړی او په دې یې خبرې کړي چې د افغانستان سوداګرو له کومو لارو چارو څخه په ګټه اخیستنې له یادې ټرانزیټي لارې خپلې چارې لا پیاوړې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر درې ورځې وړاندې داسې مهال کابل ته سفر وکړ چې تازه پر طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري نغدي کڅوړې هم بندې شوي‌ او د بهرنیو چارو وزیر یې بیا طالبانو ته ګواښ کړی چې د القاعده شبکې له وژل شوي مشر اسامه بن لادن څخه به هم لوړې جایزې د دوی د ځپلو لپاره اعلان کړي.
د پخواني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته عباس عراقچي د بهرنیو هېوادونو په لړ کې لومړی لوړ پوړی چارواکی او د بهرنیو چارو وزیر و چې کابل ته یې سفر وکړ.
د چارو کارپوهانو د عباس عراقچي پل دروند ګڼلی او هغه کس یې بللی چې بېلابېلو هېوادونو ته د ناورینونو د زیاتیدو په لړ کې یې سفرونه کړي دي.