د امریکا دفاع وزیر په خپلې لومړۍ کاري ورځ د خپلو افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ
د امریکا د دفاع نوی وزیر پېټ هګسټ په خپلې لومړۍ کاري ورځ د واشنګټن له افغان همکارانو پر ملاتړ ټینکار وکړ.
هغه پنټاګون ته د ننوتو پرمهال امریکا ته په شرایطو برابر د افغان پناه غوښتونکو د لېږد د برخلیک په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د خپلو افغان متحدانو ترڅنګ ولاړ یو.»
ښاغلی هګسټ د امریکا په ځایي وخت د دوشنبې په ورځ په پنټاګون کې د دفاع وزیر په توګه خپله دنده پیل کړه.
د ټرمپ د اجرایوي فرمان له مخې، د امریکا د کډوالۍ د ټولو پروګرامونو ځنډول د متحده ایالاتو د افغان متحدینو د ځای پر ځای کولو او بیا مېشتیدنې پروسه له ستونزمن حالت سره مخ کړې ده.
د اسوشیېتډپرېس خبري اژانس په وینا، دمګړۍ په پاکستان کې په شرایطو برابر شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغانان امریکا ته د لېږد په تمه دي.
سي اېناېن هم د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) د تسکفورس ارګو بنسټ له یوې مسوولې انا لویډ له حوالې راپور ورکړی، چې امریکا ته د لېږد لپاره په شرایطو برابر ۳۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي په قطر او ۵۰۰ نور بیا په البانیا کې امریکا ته د تګ په تمه دي.
سربېره پر دې، زرګونه کسان لا د افغانستان دننه په تمه پاتې دي.
انا لویډ دا رانګه ویلي، د نوي ولسمشر لهخوا د کډوالۍ پروګرامونو ځنډېدل او د امریکا د بهرنیو مرستو لغوه کېدل افغان کډوال په درېیمو هېوادونو او په ځانکړې توګه د قطر په پنډغالو کې له ننګونکي حالت سره مخ کړي دي.
د نادولتي ادارې تسکفورس ارګو د مسوولې په وینا، افغان پناه غوښتونکي د قطر په پنډغالو کې ان د تشناب کاغذونو او د ماشومانو د اړتیا وړ توکو ته لاسرسی نه لري.
که څه هم د امریکا د کډوالۍ پروګرامونه د ټرمپ لهخوا ځنډېدلي؛ خو د اغلې لویډ په وینا، ډېر دغه کډوال د بودجې د بندېدو له امله نه شي کولی چې امریکا ته سفر وکړي.
سياېناېن د ټرمپ په حکومت کې د دوو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د هغه د حکومت دننه هم خبرې اترې روانې دي چې څه کولی شي چې په بهر کې هغو افغانانو چې له امریکا سره مرسته کړې؛ د ټرمپ د هغه امر څخه معاف شي چې د متحده ایالاتو د کډوالۍ پروګرامونه یې ځنډېدلي دي.
له حکومته بهر هم یوشمېر امریکایي سناتوران، د کډوالو ملاتړي بنسټونه له هغې ډلې تسکفورس ارګو او افغاناېواک، د بشري حقونو ملاتړي سازمانونه او پخواني سرتېري هڅه کوي، چې امریکا ته په شرایطو برابر د افغان پناه غوښتونکو د لېږد لړۍ له سره پیل کړي.