طالبانو په کندوز او پکتیکا کې دوو تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده

د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره خبر ورکړی، چې په پکتیکا او کندوز ولایتونو کې یې دوو تورنو کسانو ته تعزیري سزاوې ورکړې دي.

د دغې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتيکا ولايت خوشامند ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته په دغه ولایت کې د «اخلاقي فساد» په تور تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د دغې سزا له مخې، دغه کس په شپږ کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوی دی.
له بل پلوه بیا د دغې محکمې له‌خوا په یوې بلې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې یې یو کس ته د غلا په تور په عام محضر کې په دورو وهلی دی.
دغې محکمې نوموړي ته د یو کلن بند او ۳۹درو تعزیري سزا ورکړې ده.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو (د مرغومي په ۱۱مه) په څېړنیز راپور کې، په تېر یوه کال کې د طالبانو د بدني سزاوو شمېرو ته کتنه کړې وه، چې له مخې یې د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیو او خبرپاڼو له مخې، یادې ډلې په دې موده کې کابو ۵۸۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي او ۶ کسان یې قصاص کړي دي.