د مقاومت جبهې ملکي کسانو ته د زیان رسولو په تړاو د یوناما راپور رد کړ
د مقاومت جبهه د خپلو جنګیالیو له خوا ملکي کسانو ته د مرګژوبلې د اړولو په اړه د یوناما وروستی راپور ردوي او د یادې ادارې راپور ورکوونکي د طالبانو سرچینې بولي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره طالبانو ته په اشارې سره ویلي، چې د د دې جبهې جنګیالیو تل د افغانستان د خلکو «دوښمنان» په نښه کړي او هڅه یې کړې، چې ملکي کسانو ته زیان و نه رسېږي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان استازولۍ «یوناما» تېره ورځ د یوه راپور په خپرولو سره مقاومت او ازادۍ جبهې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې د هغو بریدونو مسوولې ګڼلي، چې ملکي وګړو ته په کې زیان اوښتی.
یوناما وايي، چې د مقاومت جبهې په دوو بریدونو کې یو ملکي کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د مقاومت جبهې بیا لیکلي: «د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د ملکي کسانو د زیان رسولو په تړاو د یوناما د راپور ورکوونکو اطلاعات مغرضانه او د طالبانو سرچینې بولي.»
د دوی په خبره، د مقاومت جبهې جنګي ستراتیژي په محدود، کره، مشخصو ټایمونو او غیر بیروبار سیمو کې ترسره کېږي.
یاده جبهه ادعا کوي، چې دوی د هر ادرس او ادارې په پرتله د افغانستان د خلکو د ژوند خوندیتوب ته ژمن دي.
د مقاومت جبهې پر یوناما غږ کړی: «د یوې نړۍوالې ادارې په توګه تمه کېږي، چې خپل اعتبار وساتئ او د افغانستان د خلکو ترڅنګ د طالبانو سلګونه جنایتونه مستند کړئ، چې افغانستان یې د خلکو د شکنجه کولو په ځای بدل کړی.»
دغې جبهې په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دوی د خلکو د ژوند ساتلو په برخه کې د بېطرفه او مسلکي تحقيقاتو لپاره له يوناما سره د همکارۍ لپاره چمتو دي او له ټولو ملي او د نړۍوالو بشري حقونو ادارو څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې هر اړخيزې څېړنې وکړي.
یوناما بیا خپل راپور کې د مقاومت او ازادۍ جبهو د هغو دوو بریدونو په اړه چې په کې ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ویلي، چې په لومړي برید کې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر پر ۵مه، په تخار ولایت کې د یوه ښوونځي مخې ته ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل، چې څلور نجونې، دوه هلکان، یو بالغ سړی او دوه طالبان په کې ټپیان شول.
د یوناما په وینا، مقاومت جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
دویم برید د ډسمبر پر ۲۸مه د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې وشو، چې یو ملکي کس په کې ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
یوناما ویلي، چې مقاومت جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د ډسمبر پر ۲۱مه په تخار ولایت کې په ډېران کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یو ملکي سړی ټپي شو.
د یوناما د راپور له مخې، د ازادۍ جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د یادولو ده، چې د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول څه موده مخکې وویل، چې دغې جبهې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد تر ۳۸۰ ډېر بریالي عملیات کړي دي.
علي میثم نظري وویل، چې په دغو بریدونو کې تر ۵۰۰ زیات طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
له دې سره، د تېرې میاشتې په ۱۲مې د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر وویل، چې د دغې جبهې له جوړېدو راهیسې پر طالبانو ۳۴۸ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۸۶۴ طالبان وژل شوي او ۸۹۴ نور ټپیان شوي دي.
داوود ناجي وویل، چې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې بریدونه به په ۲۰۲۵ کال هم په ډېر قوت سره دوام وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د ازادۍ جبهې د کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کندهار، هرات، بغلان، بلخ، لغمان، فاریاب، کندوز، بدخشان او تخار په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد هدفي عملیات کړي دي.