طالبان وایي نړۍ د افغانستان له چاپیریالي ستونزو سره سیاسي چلند کوي
د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې مشر مطیعالحق خالص د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې ویروینکا بوسکویچ پوهر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د چاپیریالي ستونزو اړوند د نړۍ پر سیاسي چلند نیوکه کړې ده.
هغه ټینګار وکړ چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان د اقلیمي بدلون او چاپیریالي مسلې چې باید انساني پاملرنه ورته وشي ورته سیاسي رنګ ورکړل شوی دی.
هغه په دې لیدنه کې وویل چې ۴۵ کلنې جګړې او نا امنۍ د اقلیمي بدلونونو ترڅنګ د افغانستان چاپیریال ته ډېر زیان اړولی دی.
د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې مشر زیاته کړې چې د افغانستان ځنګلونه، طبیعي یخچالونه، مرغان او وحشي ژوي سخت زیانمن شوي دي او د دې زیانونو بیا رغونه ډېر وخت او کار ته اړتیا لري.
د هغه په خبره، اقلیمي بدلون یو نړیوال او انساني مشکل دی چې د ټولنې ټولې برخې په ځانګړي ډول ځوانان، ښځې او د ډېر عمر لرونکي کسان یې اغېزمن کړي دي. د مولوي مطیع الله په باور له دغو ننګوونو سره، سره نړیوالې ټولنې دې ستونزې سره سیاسي چلند کړی دی.
د طالبانو د یادې ادارې مشر د اروپايي ټولنې استازې ته ویلي که څه هم افغانستان د چاپیریال ساتنې په نړیوالو کنوانسیونونو کې غړیتوب لري، خو په دې برخه کې له نړۍ والو غونډو څخه طالبان بهر پاتې شوي دي..
مطیع الحق په دې ناسته کې ویروینکا بوسکویچ پوهر څخه غوښتي چې خپلې پروژې او پروګرامونه د پلي کېدو دمخه له دغې ادارې سره شريک کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د طالبانو د لومړیتوبونو له مخې ترسره کیږي.
په دې لیدنه کې د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې پروژو په اړه معلومات ورکړل او له د طالبانو له یادې ادارې سره یې ژمنه وکړه چې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې لیدلوري او وړاندیزونه به اروپايي ټولنې، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او نړۍ والو ادارو ته وړاندې کړي. هغې همدارنګه چمتووالی وښود چې اروپایي ټولنه به په افغانستان کې د چاپیریال او اقلیمي بدلون په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د خبرپاڼې له مخې په یاده ناسته کې دواړو لوریو هوکړې کړې چې د خپلو استازو څخه به ګډه کمېټه جوړه کړي چې د چاپیریال اړوند پروژې وڅېړي او د دغو پروژو د تطبیق لپاره اړینه همغږي رامنځته کړي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په دغه ناسته کې د هغو چاپیریالي پروژو په اړه هم خبرې شوي چې د بېلابېلو ستونزو له امله ځنډېدلې دي.
تر دې دمخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو سره د همغږۍ په ګډه غونډه کې نیوکه کړې وه چې د افغانستان اقلیم د نورو هېوادونو له لوري ککړ شوی او باید په دې برخه کې ورسره لازمې مرستې هم وشي.
د یوناما د معلوماتو پر بنسټ که څه هم افغانستان د شین کوریزو ګازو په اخراج کې تر ټولو ټیټه ونډه لري، خو بیا هم دا هېواد د لسو هغو هېوادونو په کتار کې ور ګډ دی چې د اقلیمي بدلون د ناورین له ګواښ سره مخ دي.