د کابل دیني عالمانو له ملا هبت الله غوښتي چې د نجونو زده کړو ته دې اجازه ورکړي

په کابل کې دیني عالمانو او یو شمېر ښځو په یوې ګډې خبري ناسته کې د (سلواغې ۸مه) نېټه پر ملا هبت الله غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې پرانېزي.

د غونډې ګډونوالو له طالبانو دا هم غوښتي چې پرته له قومي او ژبني توپیره دې ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي.
په خبري‌ ناسته کې د اسلامي ارزښتونو د ملاتړ شورا رییس عبدالقادر قانت وویل، د عصري علومو په تړاو د اسلامي‌ نړۍ عالمان سره په یوه خوله دي او د طبابت په شمول په ټولنه کې اړینې زده کړې پر ښځو فرض دي. هغه د طالبانو له مشر ملا هبت الله غوښتي چې ژر تر ژره دې پر نجونو د زده کړو روان بندیزونه ختم کړي.
دغو دیني عالمانو زده کړې د ښځو بنسټیز حق ګڼلی او اسلامي هېوادونه یې مکلف ګڼلي چې په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
په کابل کې د دغه خبري ناستې ګډونوالو مېرمنو هم د نجونو د زده کړو پر بیا پیل کیدو ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې دوی د اسلامي حجاب په مراعت کولو سره غواړي زده کړو ته دوام ورکړي.
د دغه ناستې یو ګډونوالې زینب له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «زما غوښتنه دا ده چې پوهنتونونه او ښوونځي دې راته پرانېزي. مونږ ژمنه کوو چې خپل اسلامي حجاب به کوو او د زده کړو په ترسره کولو غواړو ټولنه کې د خدمت برخه وګرځو.»
دیني‌ عالمانو په یاده خبري ناسته کې طالبانو ته په ټینګار سره ویلي چې له قومي او ژبنیو توپیرونو څخه په واټن کې دې یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي، چې ټولې خواوې په کې ځانونه وګوري. دیني عالم عبدالفتاح فایق دغه ناسته کې طالبانو ته په اشارې سره ویلي چې اسلامي حکومتونه باید له هر ډول توپیري چلند څخه ځانونه وژغوري.
د طالبانو له لوري د بیان پر ازادۍ د سختو بندیزونو له کبله په دې غونډه کې هم په ښکاره توګه نیوکې ونه شوې او یوازې یې د څنګ زنو اشارو او کنایو سره طالبان وننګوول.
په هېواد کې هغه دیني عالمان چې له طالبانو سره خواخوږي نه لري پرې د طالبانو له لوري فعالیتونه محدود کړل شوي دي.
دغو دیني عالمانو‌ په داسې حال کې د ټول ګډونه حکومت او د نجونو د زده کړو د بندیزونو لرې کیدو غوښتنې کړي چې طالبانو په دې تړاو د نړۍ والو غوښتنو ته هم چندان پام نه دی کړی.
نړۍ والو بنسټونو او هېوادونو له طالبانو په وار، وار غوښتي چې له خپلې افراطي مفکورې دې په شا شي او ښځو ته دې د زده کړو حق ورکړي. همدا راز یې په افغانستان کې ترې د یو ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو غوښتنې هم شوي؛ خو طالبانو پرې غوږونه نه د‌ي ګرولي.
باورونه دا دي چې د طالبانو د ځان خوښۍ او د نړۍ په شمول د افغانانو سره د نه تعامل له امله افغانستان له جدي اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او بشري ناورینونو سره مخ کړی دی.