عباس ستانکزی: له هبت الله اخوندزاده سره اختلاف نه لرم، د ارام کولو لپاره وتلی یم

له هېواد څخه د عباس ستانکزي د وتلو د خبرونو له خپرېدو سره سم، نوموړی وایي چې له هبت الله اخوندزاده سره هېڅ کوم اختلاف نه لري او د ارام کولو لپاره وتلی دی.

یو غږیز پیغام چې د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وایي، چې هغه د "کرونا په څېر ناروغۍ" باندې اخته شوی او له همدې امله د "استراحت په موخه تللی."
نوموړي د نیولو له ویرې د افغانستان پرېښودو او دُبی ته د تګ اشاره نه ده کړ، خو رسنۍ یې په دې تړاو د ناسمو تبلیغاتو په خپرولو تورنې کړي دي.
باوري سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له هېواد څخه د عباس ستانکزي وتل منع کړی و او د نوموړي د نیولو امر یې صادر کړی و، خو هغه د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په مرسته له کابل څخه وتلی دی.
د نوموړي د وتلو په اړه د افغانستان انټرنشنل د راپور له خپرېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ضیا احمد تکل دې راپور ته په اشارې سره رسنیو ته وویل، چې د طالب چارواکو تر منځ هېڅ اختلاف نه شته او ستانکزی آرام ته تللی دی.
عباس ستانکزي په دغه غږیز کلیپ کې ویلي، چې د سختې ناروغۍ له امله نه شي کولی په شخصي توګه دغو راپورونو ته غبرګون وښيي.
هغه دا هم ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه یې د دغو راپورونو په اړه د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.
نوموړي په دغه غږیز پیغام کې ویلي: «زما او د مشر تر منځ هېڅ اختلاف نه شته. "هرڅه ارام دي."
د هبت الله اخوندزاده په وړاندې د ښځو له حقونو څخه د بې برخې کولو د "غیر اسلامي" ماهیت په اړه د عباس ستانکزي سختو او بې ساري څرګندونو د طالبانو مشر په غوسه کړی دی.
ستانکزي وویل، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل غیر عادلانه او غیر قانوني دي.