طالبانو یو وار بیا له بهر مېشتو افغان سیاستوالو غوښتي، چې هېواد ته ستانه شي
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو معين محمد علي جان احمد له بهر مېشتو افغان سیاستوالو غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي.
د دغې ډلې تر کنټرول لاندې باختر اژانس د راپور له مخې د طالبانو د سرحدونو چارو مرستیال وزیر په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې دوی له افغان سیاستوالو سره هېڅ ستونزه نه لري او هغوی دې له عمومي عفوې ګټه واخلي.
هغه له دغو سیاستوالو غوښتي، چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د هېواد په ودانولو کې دې برخه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دوی په نظام کې قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصبات ځای نه لري.
خو دغه غوښتنې داسې مهال وړاندې کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې پر سیاسي ګوندونو او د هغوی پر فعالیتونو بندیز لګولی او په افغانستان کې د مېشتو پخوانيو چارواکو او سیاسي مشرانو فعالیت د دوی تر شخصي ناستو محدود شوی دی.
تر دې وړاندې هم ځینو طالب مشرانو له سیاسي مشرانو غوښتي و، چې بېرته دې هېواد ته راستانه شي.
پر طالبانو د نیوکو او خبرو په غبرګون کې همدا تېره ورځ هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی د هبت الله اخوندزاده لهخوا له بندیز او نیول کېدو وروسته له افغانستانه وتلی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو دفاع وزیر دوبۍ ته د هغه په سملاسي سفر کې مرسته کړې ده.
په کابل کې یوې باخبره سرچینې ویلي، وروسته له هغه چې عباس ستانکزي د نجونو د زدهکړو د بندیز له امله د طالبانو پر مشر ملا هبت الله سختې نیوکې وکړې، د طالبانو مشر د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته امر کړی و چې ستانکزی دې ونیسي او له هیواده دې د هغه و وتلو مخه ونیسي.
د دې تر څنګ د طالبانو د تماس د کمېسیون له لارې هغه بهر مېشتي چې افغانستان ته ستانه شوي وو، ډېر یې بېرته له هېواده پښې سپکې کړې دي.