د خبریالانو ملاتړو ادارو د طالبانو له بند څخه د سید رحیم سعیدي د ژر خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغان خبریالانو ملاتړ سازمان د طالبانو له بند څخه د انار میډیا د مدیر مسوول او افغان فلم جوړوونکي سید رحیم سعیدي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلی سعیدي د طالبانو پر وړاندې د تبلیغاتو په تور په درې کاله بند محکوم شوی دی.
یاد مرکز د طالبانو دغه پرېکړه غیر عادلانه بللې او له دغې ډلې غواړي، چې له قید و شرط پرته باید سید رحیم سعیدي خوشې شي.
له دې سره، د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان هم د انار میډیا د مدیر مسوول او افغان فلم جوړوونکي سید رحیم سعیدي پر وضعیت اندېښنه ښودلې او له طالبانو غواړي، چې د رسنیو فعالانو ته د ښه شرایطو په برابرولو سره انساني حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی وکړي.
یاد سازمان په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، د طالبانو په بند کې د سعیدي او د نورو رسنوالو اوسني شرایط د دې ښکارندویي کوي، چې په افغانستان کې بشري حقونه او د بیان ازادي له جدي ننګونو سره مخ دي.
د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د سید رحیم سعیدي او د طالبانو به بند کې د نورو خبریالانو له خوشې کېدو ملاتړ وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د یوې باخبره سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې سید رحیم سعیدي د ۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې په ۶مه نېټه د کابل د درېیمې ناحیې ابتدایې محکمې لهخوا د دغې ډلې پر وړاندې د تبلیغاتو په تور په درې کاله بند محکوم شوی دی.
د دوی په خبره، چې دا محاکمه د سعیدي د کورنۍ د غړو او د مدافع وکیل له ګډون پرته شوې ده او هغه تر فشار لاندې اړ شوی دی، چې د محکمې پرېکړه ومني.
دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې د طالبانو په زندان کې د افغان فلم جوړوونکي سید رحیم سعیدي د روغتیا په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د زندان په یوه سړه کوټه کې د ساتلو ترڅنګ نوموړی درملو ته هم لاسرسی نه لري.
د بښنې نړۍوال سازمان همداراز زیاته کړې، چې سعیدي ناروغه دی او د ملاډیسک او پروستات له ستونزو کړېږي، خو هغه د څرخي پله زندان په یوه سړه کوټه کې ساتل کېږي او درملو ته لاسرسی نه لري.
د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق ته په یوه برېښنا لیک کې د نوموړي د روغتیا په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او لیکلي یې دي، چې هغه په خپلسرې توګه نیول شوی دی.
که څه هم د افغان خبریالانو ملاتړو سازمانونو په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیولو، ګواښلو او ځورولو لړۍ بنده کړي او رسنیزو کارکوونکو ته دې اجازه ورکړي چې د کوم فشار او د نیول کېدو له ویرې پرته د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون پر بنسټ خپل کار په ازاد ډول ترسره کړي، خو طالبانو هېڅکله دغو غوښتنو ته پام نه دی کړی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیي، چې اوسمهال لږ تر لږه څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د محکمو له خوا له دوو څخه تر درېیو کلونو پورې بند محکوم شوي دي او د بند موده تېروي.