‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته رسېدلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر اېکس پاڼه کابل ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له رسېدو خبر ورکړی دی. نوموړي په خپله پاڼه لیکلي، چې «موږ کابل ته رسېدلي یو.»

په دغې لیکنه کې راغلي، چې کابل ته د ښاغلي عراقچي نننی سفر د ګاونډیتوب سیاست په اډانه کې او د بهرنیو چارو وزارت د «ذاتي ماموریت» په برخه کې د علایقو، تعامل او ګډو اندېښنو ته د حل لارو موندلو لپاره د هغه هېواد د ملي ګټو په برخه کې ترسره شوی دی.
هغه لیکلي، دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ټکی کېدای شي؛ ترڅو د دواړو هېوادونو لپاره متقابلې ګټې خوندي شي.

خو طالبانو لا د نوموړي د سفر په تړاو څه نه دي ویلي.
تر دې درې ورځې وړاندې په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی و، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.
له بل پلوه د ایران مشرق ورځپاڼې بیا ویلي و، چې دا به د طالبانو د نوي حکومت له پیل راهیسې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په کچه لومړنی سفر وي او په دغه یو ورځني سفر کې به دواړه اړخونه د یو بل د علاقې او اندېښنې وړ موضوعات وڅېړي.