پاکستاني ځواکونو په خیبر پښتونخوا کې په درېیو جلا عملیاتو کې ۳۰ وسله‌وال وژلي دي

پاکستاني رسنۍ جیونیوز خبر ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په خیبر پښتونخوا کې په درېیو جلا عملیاتو کې ۳۰ وسله‌وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې دغې رسنۍ ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله‌والو پر وړاندې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې د وژل شویو وسله‌والو څخه ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
دغې ادارې ویلي، چې پاکستاني ځواکونو یوازې په لکي مروت ولسوالۍ کې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې ۱۸ وسله‌وال وژلي او ۶ نور بیا ټپیان دي.
دغه ځواکونو په کرک ولسوالۍ کې هم یو لړ عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې ۸ تنه وسله‌وال وژل شوي دي.
د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې هم پاکستاني ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې څلور وسله‌وال وژل شوي او دوه نور بیا ټپیان دي.
په وژل شویو وسله‌والو کې د خیبر لپاره د ټي‌ټي‌پي والي عزیز الرحمان چې په قاري اسماعیل مشهور و، وژل شوی دی.
له بل پلوه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د وسله‌والو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو دغه عملیات بریالي یاد کړل او د هغې ستاینه یې کړې ده.
د هغه په وینا، ټول ولس د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی.