د ایران د پارلمان غړي له طالبانو سره د نوي دهلیز د پیلولو له هوکړې خبر ورکړ

د ایران پارلمان د صنایعو او کانونو د کمیسیون غړي امیر توکلي رودي کابل ته له سفر وروسته ویلي، چې له طالبانو سره په یوه غونډه کې د ایران - افغانستان - ترکیې د نوي دهلیز د پیلولو لپاره هوکړه وشوه.

هغه وويل، چې د افغانستان د کانونو محصولات به د دغه دهلېز له لارې لېږدول کېږي.
د ایران د پارلمان د صنایعو او کانونو کمیسیون دغه غړي تسنیم خبري اژانس ته وویل: «افغانستان ډېر کانونه لري چې د ایران د تخنیکي پوهې په کارولو سره پروسس کیدی شي او په وروستي محصولاتو بدلیدلی شي.»
د هغه په وينا، دغه دهلېز د ايران بندر عباس ته مستقیم لاسرسی لري او په دې وروستيو کې له چين څخه شاوخوا لس زره ټنه بار له دې لارې لېږدول شوی دی.
د ایران پارلمان د صنایعو او کانونو کمیسیون دغه غړي په ایران کې د اقتصادي کنفرانس د جوړولو پلان اعلان کړ او ویې ویل چې افغان سوداګر به هم د نورو سوداګریزو همکاریو د جوړولو لپاره راوبلل شي.
هغه وویل، چې له دغه کار یې هدف دا دی چې ګډ اقتصادي ظرفیتونه رامینځته کړي او په سیمه کې د پراختیا پر بنسټ سوداګریز لید پیاوړی شي.
د ایران حکومت هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له دغې ډلې سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی.
د طالبانو حکومت د ۱۴۰۳ په لړم میاشت کې ویلي و، چې له ایران سره یې د سوداګرۍ ارزښت له ۱.۸ ملیارد ډالرو څخه اوښتی دی.