د‌ پاکستان د کورنیو چارو وزیر له امریکایي پانګوالو غوښتي چې په هېواد کې یې پانګونه وکړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د «سلواغې پنځمه» د امریکا-پاکستان سوداګریزو اړیکو شورا د پلاوي سره د واشنګټن په سوداګرۍ خونه کې لیدلي او ترې یې په خپل هېواد کې د‌پانګونې غوښتنه کړې ده.

هغه ډاډ ورکړی چې د پانګونې اړوند د دوی د ستونزو حل ته به لومړیتوب ورکړي.
په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي‌، په دې غونډه کې چې د کان کیندنې او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټورونو استازو په کې هم برخه اخیستې وه، د همکاریو د زیاتوالي او د پانګونې د فرصتونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې.
محسن نقوي له امریکایي پانګوالو وغوښتل چې په پاکستان کې د شته پراخو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي. هغه ټینګار وکړ چې د امریکا-پاکستان سوداګریزو اړیکو شورا کولی شي د دواړو هېوادونوترمنځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خپل هېواد په اړه د امریکایي شرکتونو ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې دا ستونزې به په بیړني ډول ورته حل کړي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د اقتصادي ثبات په لور روان دی او د اړینو جوازونو د ورکړې په پروسه کې د پانګوالو لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې دا هېواد د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) څخه میلیاردونه ډالر پوروړی دی او نور یې پرې پورونه هم بند کړي دي.
په کور دننه د شهباز شریف په مشرۍ پر حکومت نیوکې دي چې پاکستان یې له اقتصاډي او سیاسي پلوه له ناورین سره مخ کړی دی.
محسن نقوي داسې مهال امریکایي پانګوال پانګونې ته رابولي چې په دغه هېواد کې چینایان په بېلابېلو برخو کې پر پانګونو بوخت دي او په خینو وسله والو بریدونو کې هدف هم ګرځول شو‌ي دي.
هم مهاله د پاکستان او افغانستان ترمنځ بیا سوداګریزې اړیکې تر بل هر وخته کمې شوي‌. لامل یې د‌ طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې سیاسي ناندرۍ او په ډیورنډ کرښه کې تازه رامنځته شوې شخړې بلل کېږي.