طالبان وایي په هېواد کې د ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت نوي روغتونونه جوړوي

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د «سلواغې پنځمه) لوګر ولایت ته د خپل سفر په لړ کې ویلي، چې د دوی مشر ملا هبت الله امر کړی چې د ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت دې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې نوي روغتونونه جوړ شي.

ملا هبت الله داسې مهال دغه امر کوي چې وار دمخه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ولسوالیو په کچه روغتونونه نه شته؛ او په نیمګړو روغتیایي مرکزونو کې بیا د وړاندې کیدونکو خدمتونو د کمښت له کبله پراخ شکایتونه شته.
مولوي نور جلال جلالي چې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د یوه ځايي روغتون په پرانېست غونډه کې د روغتیايي سکټور پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې ملا هبت الله امر کړی، چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه دې یو، یو روغتون جوړ شي او د دې لپاره یې نږدې ۷ میلیارده افغانۍ هم ځانګړې کړي دي.
خو د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په خپلو خبرو کې نه ده څرګنده کړې چې دغه روغتونونه به کله او څه ډول جوړ کړای شي. د خلکو نیوکې دا دي‌ چې طالبان یوازې د دروغجنو تبلیغاتو لپاره ژمنې کوي؛ خو په عملي توګه بیا هېڅ هم نه وي.
د طالبانو په واکمنیدو سره په هېواد کې تر بل هر وخته روغتیايي ستونزې مخ په ډېریدو دي او په بېلابېلو ولایتونو کې خلک له کمزورو روغتیايي خدمتونو څخه شکایتونه کوي.
د هېواد په لرې پرتو سیمو کې که څه هم روغتیايي مرکزونه شته؛ خو په کافي ډول درمل، د روغتیایي وسایلو د اسانتیاوو او درملو نشتوالی له لویو ننګوونو څخه ګڼل کېږي.
غوښتنې دا دي چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو لپاره ودانۍ شته، خو ستونزه یوازې د خدمتونو د کمښت ده چې باید په دغه برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. د پخواني‌ جمهوري نظام له نسکوریدو سره سم په روغتیايي برخه کې فعالو نړۍ والو مرستندویه ادارو هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي چې له امله یې په روغتیايي برخه کې کیدونکې مرستې هم خورا کمې شوې دي.
تازه په کندهار، پکتیا، ننګرهار او سمنګانو ولایتونو کې خلکو شکایتونه کړي چې د ولایت په کچه ولایتي روغتونونو کې ناروغان د روغتیايي اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.
د پکتیا اوسیدونکو ویلي چې دغلته د ولایتي روغتون د ماشومانو څانګه ۴۰ بسترونه لري؛خو هر وخت په کې تر سل تنو ډېر بستر وي چې په یو بستر کې دوه، دوه او ان درې، درې ماشومان هم پراته وي.