په سوډان کې د سعودي پر روغتون د بې پیلوټه الوتکې برید ۳۰ تنه وژلي
یوې طبي سرچینې د شنبې په ورځ وویل، چې د سوډان په دارفور سیمه کې د الفشر په یوه وروستي فعال روغتون کې د بې پیلوټه الوتکې برید 30 کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د دغه برید د ټپیانو په اړه بیا تر اوسه راپورونه نه دي خپاره شوي.
سرچینې ای اېف پي خبري اژانس ته د غچ اخیستنې له ویرې د نوم نه ښودلو پرته وویل: «د جمعې په ماښام د سعودي پر روغتون بمباري د روغتون د بېړنۍ ودانۍ "د ویجاړېدو لامل شوه»
تر اوسه مالومه نه ده، چې دا برید د سوډان کومو جنګیالیو ترسره کړی دی.
د ۲۰۲۳ کال له اپریل راهیسې د سوډان اردو د نیمه نظامي چټک ملاتړ ځواکونو (ار اېس اېف) سره په جګړه کې ده ، چې د دارفور نږدې ټوله پراخه لوېدیځه سیمه یې نیولې ده.
د نیمه نظامي چټک ملاتړ ځواکونو د مې میاشتې راهیسې د شمالي دارفور ایالت پلازمېنه الفشر محاصره کړې، مګر د دې ښار دعوه یې نه ده کړې.
ویل کېږي، چې د دغه ښار کنټرول د اردو د سرتېرو په لاس کې دی.
تیره اونۍ د نیمه نظامي چټک ملاتړ ځواکونو یو خبر خپور کړ، چې د اردو ځواکونه او متحدین یې د احتمالي برید څخه دمخه د چهارشنبې ماسپښین پورې له ښار څخه ووتل.
ځایی فعالانو له هغه وخت راهیسې د پرله پسې جګړو راپورونه ورکړي دي.
د دوی په وینا، د ار اېس اېف ځواکونو د جګړې له امله د بې ځایه شویو کډوالو په پنډغالو د توپونو ډزې کوي.
یوازې د جمعې په سهار د بې ځایه شویو او کډوالو لپاره د دارفور د کمپونو د همغږۍ د مدني ټولنې ډلې په وینا، په کمپ کې درنې مرمۍ اته کسان ووژل.
په دې سیمه کې ملګرو ملتونو د ګواښ پر دواړو خواوو غږ کړی، چې د ښار د ملکي شاوخوا دوه میلیونه وګړو ساتنه یقیني کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند سیف مګنګو د چهارشنبې په ورځ وویل: "د الفشر خلک د څو میاشتو راهیسې د تاوتریخوالي او وحشیانه سرغړونو څخه په ځانګړي توګه د دوی د ښار د اوږدې محاصرې په جریان کې ډېر ځورېدلي دي."
د طبي سرچینې په وینا، د سعودي روغتون بېړنۍ ودانۍ "څو اونۍ وړاندې" د نېمه ملېشو له خوا هم د بې پېلوټه الوتکو له خوا په نښه شوې وه.
متحده ایالاتو د دې میاشتې په پیل کې دې پایلې ته ورسېدل، چې نیمه ملېشه په دارفور کې "نسل وژنه" کوي.