له پاکستانه د افغان کډوالو غوښتنه؛ د انسانیت له مخې د ویزو چارې اسانه کړئ

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د دغه هېواد له لومړي وزیر څخه غوښتي، چې د انسانیت له مخې دې د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي.

افغان کډوالو دغه غوښتنه تر هغه وروسته کړې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په متحده ایالاتو کې د کډوالو د منلو پروسه وځنډوله.
امریکا ته د کډوالو د لېږد له لغوه کېدو وروسته، ډېری هغه افغانان چې په پاکستان کې مېشت دي او ویزې یې ختمې شوې یا د ختمېدو په حال کې دي، د پاکستاني پولیسو له خوا د نیولو او شړلو په اړه اندېښمن دي.
د افغان کډوالو د ملاتړ ډلې غړی احمد شاه اې‌بي‌سي نیوز ته وویل: «مونږ نه پوهېږم چې دغه پروسه به بیا کله پیل شي، خو د پاکستان له حکومته غواړو چې د ویزو له ختمېدو وروسته دې مونږ ته شپږ میاشتې نور هم وخت راکړي چې په دې هېواد کې ژوند وکړو.»
دا په داسې حال کې دی، چې اوسمهال اټکل کېږي چې شاوخوا شل زره افغان کډوال په پاکستان کې امریکا ته د لېږد په تمه دي.
ویل کېږي، دا هغه کډوال دي چې راتلونکې ورځې باید امریکا ته لېږدول شوي وای، خو د ټرمپ د نویو سیاستونو له امله یې الوتنې لغوه شوې.
پاکستان اعلان کړی، چې لا یې هم د متحده ایالاتو له خوا د دې تعلیق په اړه رسمي خبرتیا نه ده ترلاسه کړې.
هغه افغانان چې په پاکستان کې دي، باید د پلان له مخې د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر میاشتې پورې انتقال شي.
ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ په لومړیو ورځو کې اعلان وکړ، چې د متحده ایالاتو د کډوالۍ د منلو پروګرام د جنوري له اوه ویشتمې د کابو درېیو میاشتو لپاره ځنډوي.
احمدشاه وايي، هغه افغانان چې اوسمهال امریکا ته د لېږد په بهیر کې دي، ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي.
د نوموړي په وینا: «مونږ نه غواړو دلته دایمي پاتې شو. له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غواړو چې دستور ورکړي، څو تر راتلونکو شپږو میاشتو د افغانانو ویزې تمدید شي.»
هغه د کډوالۍ له نړۍوال سازمان او دغه راز په ملګرو ملتونو کې د کډوالۍ له عالي کمیسارۍ وغوښتل، چې د دې ستونزې د حل په برخه کې له افغان کډوالو سره همکاري وکړي.
له دې سره، یوې بلې افغان کډوالې څانګه بي بي وویل: «مونږ امریکا ته تګ پرته بله هېڅ ګزینه نه لرو، ځکه هر څه مو له لاسه ورکړي دي. له ټرمپ څخه غواړو چې په دې سختو شرایطو کې له مونږ سره مرسته وکړي. مونږ هېڅ داسې یو څه نه لرو چې ورسره ژوندي پاتې شو.»
بله افغان مېرمن بي بي حبیبه هم د پاکستان له حکومته غواړي، چې د ویزو لوړه بیه کمه کړي.
د هغې په خبره: «مونږ له دې پرته بل څه نه غواړو.»
د کډولو ملاتړي ډلې وایي، چې افغانانو خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړ څو د ژباړن، قراردادکوونکي، د بشري حقونو د مدافع او د امریکا د ماموریت د متحد په توګه خدمت وکړي.
افغان خبریال سرفراز وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته وتښتېد، خو دغه تعلیق هر څه بدل کړل.
پخواني پوځي خالد خان چې د افغانستان او د امریکا له هوایي ځواکونو سره د طالبانو پروړاندې عملیاتو کې همکار و وایي، چې په ۲۰۲۳ کال کې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته وتښتېد.
د نوموړي په وینا: «که افغانستان ته ستون کړای شم، لویې ستونزې سره به مخ شم.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له واشنګټن سره هوکړه لري څو په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې امریکا ته ولېږدول شي.